د پاکستان بشري حقونو خپلواک کمېشن له حکومته غوښتنه کړې چې د مردان په کاټلنګ کې د شوي د پاکستاني پوځ د هغه ډرون برید په اړه دې بې پرې پلټنې وکړي چې ګڼ ولسي وګړي پکې ووژل شول.
کمېشن د مارچ پر ۳۰ پر خپله اېکس پاڼه ليکلي چې پر وفاقي او صوبايي حکومتونو غږ کړي چې د دې بريد په اړه او په مبیینه ډول پکې د ولسي وګړيو د وژنې څېړنې وکړي. کمېشن په هغه حمله کې د وژل شويو کورنيوو سره غمرازي ښودلې او پر حکومت یې د امن پر ځای کولو غږ کړی دی. د پاکستان پوځ او وفاقي حکومت د پلټنو د کولو په اړه څه نه دي ويلي.
د مارچ پر ۲۸مه، د خیبر پښتونخوا د مردان په کاټلنګ کې په يو ډرون برید کې ۹ ولسي وګړي وژل شوي وو. په هغوی کې دوه ماشومان، دوه ښځې او ۴ نارينه شامل وو. د خیبر پښتونخوا د حکومت ویاند بېرسټر محمد سېف د مارچ پر ۲۹مه په خپور کړي یو بیان کې ويلي وو چې د ترهګرو پر ضد عملیاتو کې وسله وال په نښه شوي خو ځينو ولسي وګړو ته هم زیان رسېدلی چې پرې خفه دی. بیرسڼر سیف وايي، د عملیاتو پر مهال مطلوب ترهګر چې د ترهګرۍ د ډېرو پېښو تر شا یې لاس درلودلو، هم له منځه وړل شوي دي. هغه د وژلو شویو وسلوالو شمېر ونه ښود.
د وژل شويو کورنيوو يو خپلوان، سید افضل د مارچ پر ۲۹مه مشال راډيو ته وويل چې دوی په غرونو کې ګډې بزې څروي او له ترهګرو سره یې هېڅ تعلق نشته. هغه زیاته کړه: "موږ غریبان خلک يو. مال مو ساته او خپله غریبي مو کوله. په دې غریبۍ کې بیا حکومت پر موږ حمله وکړه. خلک په اختر کې خوشاليانې کوي او موږ ژړاګانې کوو. حکومت ولې داسې وکړل؟ پر موږ ولې ډزې وشوې؟ دا تپوس باید وشي."
خلک په اختر کې خوشاليانې کوي او موږ ژاړو. حکومت ولې له موږ سره داسې وکړل؟سید افضل
د پاکستاني وزيراعظم سلاکار، رانا ثناالله خان جيو نيوز ټيليويژن سره په مرکه کې دعوه کړې ده چې امنیتي سرتېرو په هغو عملیاتو کې د دوو قومندانانو په ګډون ۱۰ مشکوک وسلوال وژلي دي. خو ځايي خلکو او د خيپرپښتونخوا صوبايي وزير ډاکټر امجد علي خبريالانو ته وويل چې په برید کې د سوات هغه ولسي وګړي په نښه شوي چې شپونکيان وو. علي زیاته کړه چې هېڅوک د ترهګرۍ ضد عملياتو مخالف نه دي خو د ولسي وګړيو وژل کېدل نه مني.
نوموړي وويل: "دا وژل شوي خلک ولسي وګړي دي. زه یې پېژنم. زما د حلقې خلک دي. ما وزيراعلی ته د يو یو تن نوم ورکړی دی. چې کوم ماشوم شهيد شوی، کومه ښځه شهېده شوې او چې کوم سړی شهېد شوی - د هغوی ټولو نومونه مې سپارلي دي. بیریسټر سېف چې کوم بیان ورکړی دی، هغه د معلوماتو ګډوډول دي. کېدای شي هغه سره سم معلومات نه وو."
د مارچ پر ۲۹مه، د سوات په بریکوټ او سیدوشریف کې د هغو نهو کسانو جنازه وشوې. په دې موقعه، د کاټلنګ اوسېدونکيو مشال راډيو ته وويل چې وژل شوي ټول د یوې کورنۍ غړي وو. د دوی په خبره، هغه کورنۍ په غرییزه سیمه کې په خیمه کې اوسېده. تر جنازې وروسته ځايي خلکو او سیاستوالو په مظاهره کې او د پېښې د عدالتي پلټنو غوښتنه یې وکړه. تر اوسه د پاکستان پوځ په دې اړه څه نه دي ويلي.
د بريکوټ يو بل ځايي ولسي وګړي، عالمزيب، چې په جنازه کې یې ګډون کړی وو له مشال راډيو سره په خبرو کې پر حکومت نيوکې وکړې او د بې پرې تحقیقاتو غوښتنه یې تکرار کړه. "دلته چې کوم واقعي دهشتګر دي، هغه نه وژني خو زموږ سپين ږيري، ښځې او ماشومان په نښه کېږي. تحقیقات دې وشي چې دا ولې؟ کنه سوخت دومره ډېر دی چې د برداشت نه دی."