د لاسرسي ځای

تازه خبر

محمود خان اڅکزي له حکومته د ټولو بلوڅ فعالانو خوشې کولو او د افغانانو نه ستنولو غوښتنه کړې ده


د اپرېل پر درېیمه د پښین جلسې ته ګڼ کسان ورغلي ول.
د اپرېل پر درېیمه د پښین جلسې ته ګڼ کسان ورغلي ول.

د پاکستان د ايين ساتنې غورځنګ (تحریک تحفظ ایین پاکستان) په نوم د حکومت مخالفه شپږو ګوندونو اتحاد او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي له حکومته غوښتي دي چې په کوټه کې دې نیولي ټول بلوڅ فعالان خوشې کړي او افغانان دې په زور له هېواده نه باسي.

نوموړي د اپرېل پر درېیمه د بلوچستان په پښتون مېشته سيمه پښين کې د خپل ګوند تر انتظام لاندې د زرګونو کسانو يوې غونډې ته په وينا کې وويل چې هغه د سردار اختر جان مېنګل په مشرۍ د بلوچستان نيشنل ګوند د هغه پرلت ملاتړ کوي چې د بلوڅو فعالانو د نيولو پرضد په مستونګ کې روان دی.

هغوی د مارچ پر ۲۸مه د بلوچستان له وډ سیمې څخه تر صوبايي مرکز کوټې پورې احتجاجي لاریون کول غوښتل خو یوه ورځ وروسته یې پولیسو او امنیتي سرتېرو د مستونګ په لک پاس کې مخه ونیوله او سړک یې بند کړ، نو ځکه احتجاجیانو هلته پرلت وواهه.

اڅکزي د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې د ډاکټر ماهرنګ بلوڅې په ګډون دې نيول شوي ټول فعالان سمدستي خوشې کړي.

د پښین په جلسه کې د ایین ساتنې په غورځنګ کې د شاملو ګوندونو مخکښو مشرانو ګډون وکړ.

د پاکستان او بلوچستان حکومتونو لا د اڅکزي د تازه څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو د بلوچستان حکومت د بلوڅانو د یووالي کمېټۍ مشرې ډاکترې ماهرنګ بلوڅې په ګډون یوشمېر فعالان پر پولیسو د تشدد او سرکاري ودانیو ته د زیان په تور نیولي دي.

بلوڅه او لسګونه نور فعالان د مارچ پر ۲۲مه په کوټه کې د خپلو ګرفتارو ملګرو د خوشې کولو لپاره د احتجاج پر مهال ونیول شول.

ډاکترې ماهرنګ بلوڅې د مارچ پر ۲۱مه تر نیول کېدو څو ساعته مخکې مشال راډیو ته ویلي ول چې پولیسو یې پر سوله ییزو مظاهرچیانو ډزې کړې دي چې پکې "درې تنه وژل" شوي او "۱۳ ژوبل" دي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی د اپرېل پر درېیمه په پښین کې جلسې ته وینا کوي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی د اپرېل پر درېیمه په پښین کې جلسې ته وینا کوي.

د بلوچستان د حکومت ویاند شا‌هد رند د مارچ پر ۲۱مه رسنيو ته په ليږلي بيان کې تور پورې کړی وو چې مظاهرچیانو پر پولیسو تشدد وکړ چې پکې د سرتېرو په ګډون ۱۰ کسان ژوبل شول.

د کوټې کمېشنر حمزه شفقات هم د مارچ پر ۲۲مه په بيان کې تور پورې کړی وو چې مظاهرچیانو پر سریاب سړک د ښار د امنیت لپاره د څارګرو کیمرو، ډاکخانې ودانيو، ټرانسپورټ اډو او ګاډو ته زيان رسولی دی.

خو د بلوڅانو د یووالي کمېټۍ د چارواکو دا تورونه رد کړل.

په همدې حال کې د بلوچستان حکومت له مېنګل سره مذاکراتو ته هم دوام ورکړی دی.

د اپرېل پر لومړۍ نېټه د بلوچستان د پلانونو او پرمختیايي چارو وزیر ظهور احمد بلېدي په مشرۍ حکومتي پلاوي په لک پاس کې د مېنګل په ګډون د احتجاج له مشرانو سره خبرې وکړې او ورڅخه یې د پرلت او لاریون پای ته رسولو غوښتنه وکړه. خو مېنګل وویل چې د بلوڅې په ګډون د ټولو فعالانو تر خوشې کېدو پورې پرلت ته دوام ورکوي.

د افغانانو ایستلو په اړه د اڅکزي څرګندونې

محمود خان اڅکزي په خپله وينا کې په زور د افغان کډوالو د ستنولو پر حکومتي اقدام انتقاد وکړ او و یې ویل چې له پاکستانه د افغانانو د ایستلو کار "نه د منلو دی او نه د کولو."

هغه وویل، پاکستان دې هلته مېشت افغان کډوالو ته د تذکرې درلودو ترڅنګ شناختي کارډونه ورکړي چې د ډېورنډ کرښې دواړو خواوو ته ازاد راتګ وکړای شي.

اڅکزي وويل چې په پاکستان کې په لکونه افغانانو زدکړې کړي، هلته لوی شوي او ژوند يې تېر کړی دی.

هغه زياته کړه چې افغانان د پاکستان پر خاوره د اوسېدو حق لري او کوم کسان چې ايستل شوي دي، هغه دې بېرته پاکستان ته ورشي.

د پاکستان وفاقي حکومت وايي، د افغانانو ایستلو ته ژمن دی او دا کار د ملي امنیت په ګټه بولي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت پر پاکستان غږ کړی چې افغان کډوال دې له هغه هېواده په زور نه باسي او په خپله خوښه دې ورته د ستنېدو موقع ورکړي.

پاکستان وايي، د بې اسناده افغانانو ایستلو ته یې دوام ورکړی دی او د مارچ تر ۳۱مې وروسته د افغان تابعیت کارډونو لرونکي هم باسي.

هغه کارډونه د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) افغانانو ته ورکړي ول.

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۵ز کال د جنورۍ په پای کې په یو فرمان کې په راولپېنډۍ او اسلام اباد کې مېشتو افغانانو ته د مارچ تر پایه د هغو ښارونو د پرېښودو امر وکړ. حکومت وروسته وویل چې د افغان تابعیت کارډونو لرونکو د ایستلو بهیر پیلوي.

اسلام اباد البته وايي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) د مهاجرت کارډونو (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) لرونکي د ۲۰۲۵ز کال د جون تر ۳۰مې په پاکستان کې د پاتې کېدو قانوني جواز لري.

د خیبر انتظامیې په لواړګي کې د ستنېدونکو افغانانو لپاره یو لنډمهالی کیمپ تیار کړی دی - د اپرېل درېیمې انځور.
د خیبر انتظامیې په لواړګي کې د ستنېدونکو افغانانو لپاره یو لنډمهالی کیمپ تیار کړی دی - د اپرېل درېیمې انځور.

په داسې حال کې چې افغانانو ته ورکړی حکومتي مهلت (ضرب الاجل) پای ته رسېدلی، د خیبر انتظامیې په لنډي کوتل (لواړګي) کې د ستنېدونکو افغانانو لپاره یو لنډمهالی کیمپ جوړ کړی دی چې پکې به چارواکي د ټولو وګړو بایومیټرېک معلومات اخلي او بیا به یې د تورخم له لارې افغانستان ته لېږدوي.

په همدې حال کې په کراچۍ او پېښور کې د افغان کډوالو مشرانو له پاکستانه غوښتي دي چې ورته دې هېواد ته د ستنېدو لپاره ورکړې موده وغځوي ځکه چې په دومره لنډ وخت کې کاروبارونه او نور هر څه نه شي غونډولای.

اخوا راپورونه وايي په پاکستان کې د افغانانو پر کورونو د پولیسو چاپې زیاتې شوې دي او سلګونه کسان یې نیولي دي.

د راولپېنډۍ چارواکو د ټولو نیول شویو او افغانستان ته د لېږدول شویو پوره شمېر نه دی ښوولی خو ویلي یې دي چې په تېرو ورځو کې له ګرفتارو کسانو څخه یې د ۸۶ تنو ویزې پای ته رسېدلي، ۱۱۶ افغان تابعیت کارډونه او ۲۹۰ کسان د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مهاجرت یا پي او ار کارډونه لري.

افغان ماشومان وايي له پاکستانه ستنېدل نه غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:28 0:00

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ز کال له نومبر راهیسې له ۸۰۰،۰۰۰ زیات افغانان هېواد ته ستانه کړي دي.

د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې د پاکستان د هغه وخت لنډمهاله حکومت بې اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر ۳۱مې په خپله خوښه د وتلو ویلي ول. د هغه کال د نومبر له لومړۍ راهیسې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو په زور د ایستلو بهیر پیل شو چې لا هم روان دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او د مهاجرت نړیوال سازمان په تېرو میاشتو کې څو ځلې له راولپېنډۍ او اسلام اباده د افغانانو پر ایستلو او هېواد ته یې پر احتمالي ستنولو اندېښنه ښوولې ده.

هغو ادارو د پاکستان پر پرېکړه انتقاد کړی او ویلي یې دي چې د افغانانو هېواد ته ستنول یې ژوند له خطر سره مخامخولای شي.

د دې ترڅنګ، د بخښنې نړیوال سازمان په جنورۍ کې د پاکستان له حکومته غوښتي ول چې ټول بندي افغانان دې خوشې کړي او د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د افغانانو پر ډله ییزه ګرفتارۍ اندېښنه ښوولې وه.

پاکستان ته د افغان کډوالو د ورتګ لړۍ په ۱۹۸۰ز کال کې پيل شوه خو وروسته د کورنیو جګړو پر مهال هم هغه هېواد ته لکونه کډوال ورغلل. البته د پاکستانیو چارواکو په وينا، شاوخوا ۶۰۰،۰۰۰ افغانان د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پاکستان ته تللي دي.

په هغو کې ګڼ هغه افغانان هم دي چې امریکا، او اروپایي او نورو هېوادونو ته د کډوالۍ په انتظار په اسلام اباد او راولپېنډۍ کې مېشت دي.

  • انځور سایز

    احمد شاه اعظمي

    احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده. هغه د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. احمد شاه اعظمي د مشال راډيو لپاره يوشمېر ځانګړې اونيزې خپرونې هم جوړې کړې دي. نوموړی پر فېسبوک او اېکس څارلای او تعقیبولای شئ. 

  • انځور سایز

    صمد شبنم

    صمد شبنم په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشته سیمو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG