چارواکي وايي، د بلوچستان په مرکز کوټه کې د پولیسو له ګاډي سره نېږدې په چاودنه کې درې تنه وژل شوي او شاوخوا ۲۰ ژوبل دي.
د بلوچستان د حکومت ویاند شاهد رند مشال راډیو ته وویل چې چاودنه د مارچ پر ۲۷مه مازیګر مهال د ښار له بړېڅ بازار سره نېږدې شوې ده.
دی وايي، د وژل شویو ولسي وګړو مړي او ژوبل کسان د کوټې سېول روغتون ته لېږدول شوي دي.
رند وايي، په ژوبلو کې پولیس سرتېري هم شامل دي.
دی زیاتوي چې د چاودنې له وجې د پولیسو یو موټر او یو بل ګاډی سخت زیانمن شوی او یو موټرسایکل هم اور اخیستی دی.
رند وايي، د چاودنې نوعیت لا معلوم نه دی خو زیاتوي چې پولیسو یې پلټنې پیل کړې دي.
د کوټې د سېول روغتون چارواکو ډان ورځپاڼې او نورو رسنیو ته ویلي دي چې په ژوبلو کې دوه ماشومان هم شامل دي.
د چاودنې ذمه واري لا چا نه ده منلې.
دا په داسې حال کې ده چې د مارچ پر ۲۶مه شپې مهال د بلوچستان په بېلا بېلو برخو کې په حملو او د تاوتریخوالي په پېښو کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (کاونټر ټېررېزم ډېپارټمنټ یا سي ټي ډي) او لېویز ځواک دوو سرتېرو په ګډون لږ تر لږه ۱۲ تنه ووژل شول. د هغو حملو مسوولیت هم چا نه دی منلی.
په وروستیو اونیو کې په بلوچستان کې یوشمېر وسلوال بریدونه او چاودنې شوې دي چې پکې امنیتي سرتېرو او ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د پاکستان پوځ او حکومت وايي چې د بلوچستان په ګډون په ټول هېواد کې د وسلوالو پرضد مبارزې ته دوام ورکوي.
ولسمشر اصف علي زرداري د مارچ پر ۲۳مه په خپل دفتر کې د "قرارداد پاکستان" ورځې په مناسبت غونډې ته په وینا کې وویل چې "ملت او امنیتي ادارې د ترهګرۍ پرضد "یو موټی" دي او وسلوالې ډلې خپلو "شومو موخو" ته رسېدو ته نه پرېږدي.
تر دې مخکې د مارچ پر ۱۸مه د پاکستان د ملي امنیت کمېټۍ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ په غونډه کې ټینګار وکړ چې دولت (ریاست) دې په "پوره ځواک ترهګرۍ" ته ځواب ووايي.