ملک محمد رحمان د شمالي وزیرستان له نومیالیو جرګه مارانو یو وو او د میرامشا مخکښ ولسي مشر وو چې تر دې مخکې هم ورباندې وسلوال بریدونه شوي ول.
پي ډي اېم اې د جولای پر ۱۴مه پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه په بیان کې ویلي دي چې په وژل شویو کې څلور ماشومان شامل دي.
د خیبر ولسي مشر او د پښتون قامي جرګې د غړي ملک نصیر کوکيخېل وکیل دعوه کړې چې موکل یې له تېرو شاوخوا ۱۲ ورځو راهیسې ورک دی او تر اوسه معلومه نه ده چې چارواکو چېرې لېږدولی او یا په بله کومه مقدمه کې نیول شوی او که څنګه.
د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان ویلي دي چې په خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ مسلې د هواري لپاره ګڼګوندیزه غونډه وربولي.
د جمعیت علمای اسلام (ف) سیاستوال او پخواني سېنېټر مولانا عبدالرشید د پاڅون ګډونوالو ته وویل، پرېکړه یې کړې چې د "باجوړ پر خاوره هېڅ جنګ او ټوپک نه مني او نه د عسکري اپرېشن (عملیاتو) منلو ته تیار" دي.
باجوړ اېکشن کمېټۍ د جولای پر ۱۱مه وویل، پاڅون به کېږي او خامخا به کېږي. په دغه کمېټۍ کې سیاسي او ټولنیز تنطیمونه، د ځوانانو تنظیمونه، حق غوښتونکې ډلې، د کاروباریانو اتحادیې او عام ولس شامل دي.
د سدې روغتون مشر ډاکتر محمد انور مشال راډیو ته وویل چې یو مساپر لېږدوونکی پېک اپ ګاډی د جولای پر ۱۱مه له پاړه څمکنیو څخه د سدې پر لوري روان وو چې ژورې کندې ته پرېوت.
په باجوړ کې ځايي خبریال بلال یاسر پر اېکس (پخواني ټوېټر) لیکلي چې د شېرزاده د جنازې لمونځ د جولای پر ۱۱مه سهار مهال وشو. نوموړي د جنازې د لمانځه انځورونه هم خپاره کړي چې پکې ګڼ خلک ښکاري.
مولانا خانزېب د عوامي نیشنل ګوند د مرکزي کمېټۍ غړی او د دیني عالمانو د څانګې مشر وو. هغه له کلونو راهیسې په باجوړ کې د ناامنۍ او د بشري حقونو سرغړونو پرضد ولسي او سیاسي مبارزه کوله.
نور وښیئ