مولانا فضل الرحمان خیبر پښتونخوا کې پر ناامنۍ ګڼګوندیزه غونډه وربولي
د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان ویلي دي چې په خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ مسلې د هواري لپاره ګڼګوندیزه غونډه وربولي. نوموړي د جولای پر ۱۲مه د پېښور په مفتي محمود مرکز کې خبري غونډې ته وویل چې د وسلوالو ټول فعالیتونه د اسلامي شریعت خلاف دي او په هېڅ صورت یې عملدارۍ ته نه تسلیمېږي. نوموړي پر ریاستي تګلارو هم انتقاد وکړ او و یې ویل چې حکومت په امنیت کې پاتې راغلی. د پاکستان پوځ او صوبايي حکومت لا د نوموړي د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی چې امنیت ته ژمن دي او د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکوي. نور په دې رپورټ کې.