د منځنۍ کورمې مشران وايي د مناتو کلا امنیتي چارواکو یې غوښتنې منلې دي خو دا شرط یې پرې اېښی دی چې د امنیت په ساتنه کې به له پوځ او انتظامیې سره مرسته کوي.
په منځنۍ کورمه کې د ناامنۍ د پرله پسې پېښو، په ډرون او هاوان بریدونو کې د ولسي خلکو له نخښه کېدو وروسته لسګونه احتجاج کوونکي د جولای پر ۱۰مه په مناتو سیمه کې د پوځ د کلا مخې ته په احتجاج کېناستلي وو.
دوی غوښتنه کوله چې امنیتي ادارې دې له قام سره له مشاورت پرته خلک نه وچتوي، د قامي فیصلو احترام دې وکړي، د څارویو پر څرولو لګېدلی بندیز دې لري کړي، پر اوټ کلي د هاوان توغندیو د لګېدو پلټنه دې وکړي، د عملیاتو پر مهال د ولسي خلکو د کورونو خوندیتوب ته دې پام وشي، د وژلو شو کسانو کورنیو ته دې د شهدا پیکېج مطابق معاوضه ورکړل شي، له ژوبلو تنانو سره دې په درملنه کې مرسته وشي او د هاوان پر توغندو لګېدلو کورونو معاوضه دې هم ورکړل ښی.
د مناتو کلا امنیتي مشرانو جرګې ته ویلې دي چې غوښتنې یې مني خو هغوی دې هم د امنیت په ټینګولو کې ورسره مرسته وکړی. د جرګې یو مشر کېبت خان وايي: "هغوی زموږ ټولې مطالبې ومنلې او موږ ته یې هم وویل چې تاسې هم د امنیت په ټینګولو کې مرسته وکړئ."
د پاکستان پوځ تر اوسه په دې اړه کومه اعلامیه نه ده خپره کړې.
تر منځنۍ کورمې وړاندې د خیبر پښتونخوا په نورو قبایلي ضلعو او په ځانګړي ډول په شمالي او جنوبي وزیرستان کې هم د هاوان توغندیو لګېدو او ډرون بریدونو خلاف خلکو وخت پر وخت مظاهرې، لاریونونه او پرلتونه هم ترسره کړې دي.
د پاکستان حکومت او پوځ په وار وار ویلې دي چې د وسلوالو خلاف د عملیاتو پر مهال د ولسي خلکو خوندیتوب ته پام کوي.