د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ ایکشن کمېټې ویلې د امن پاڅون غونډه به خامخا کوي


په باجوړ کې تر دې وړاندې هم د امن لپاره غونډې شوې دي - د سېپټېمبر ۱۲، کال ۲۰۲۴ز انځور
په باجوړ کې تر دې وړاندې هم د امن لپاره غونډې شوې دي - د سېپټېمبر ۱۲، کال ۲۰۲۴ز انځور

په باجوړ کې مدني فعالان، سیاسي ګوندونه، ټولنیز او د ځوانانو تنظیمونه وايي، دغلته به د امن پاڅون په نوم غونډه ارو مرو کوي.

دا غونډه د جولای پر ۱۳مه په پام کې نیول شوې ده او ورکې د ګډون کولو لپاره پر خلکو غږ شوی دی.

د عوامي نیشنل ګوند یو مخکښ سیاستوال او ولسي مشر مولانا خانزېب د امن پاڅون غونډه کې خلکو ته د ګډون دعوت ورکولولپاره د جولای پر ۱۰مه باجوړ ته ورغلی وو چې سره د خپل یو ملګري په شنډۍ موړ سیمه کې پر ډزو ووژل شو.

د مولانا خانزېب او د هغه د ملګري د وژلو مسوولیت چا نه دی قبول کړی.

د عوامي نېشنل ګوند یو مخکښ، د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ پخوانی غړی او د مولانا خانزېب ملګری نثار مومند وايي، مولانا خانزېب د امن لاریون لپاره کیمپېن کاوه چې ووژل شو. هغه د جولای پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل، مولانا خانزېب د "پښتنو د سوچ او فکر لویه شتنمني" وه چې له لاسه یې ورکړه.

مومند وویل، د عوامي نیشنل ګوند یو غړی چې هم ژوندی وي، د امن هڅې به کوي.

باجوړ اېکشن کمېټې د جولای پر ۱۱مه وویل، پاڅون به کېږي او خامخا به کېږي. په دغه کمېټۍ کې سیاسي او ټولنیز تنطیمونه، د ځوانانو تنظیمونه، حق غوښتونکې ډلې، د کاروباریانو اتحادیې او عام ولس شامل دي.

د کمېټې مشر او د مسلم لیګ (ن) د باجوړ صدر ملګ ګل کریم خان د جولای پر ۱۱مه وویل: "د جولای پر ۱۳مه به مکمل هړتال وي، لارې، کوڅې او بازارونه به بند وي او ټول به په شریکه د امن پاڅون غونډه کې ګډون کوو."

نوموړی وايي په باجوړ سربېره به د پاکستان په نورو هغو ښارونو کې چې پښتانه مېشت دي او په ځانګړي ډول د باجوړ خلک هستوګنه لري، پکار ده چې پر دې ورځ د خبري غونډو له لارې د امن پاڅون بدرګه کړي.

له باجوړ نه وروسته د جولای پر ۱۸مه په مومندو کې هم د د امن د ولسي پاڅون اعلان شوی دی.

XS
SM
MD
LG