د خیبر سیاسي او مدني فعالانو د پاکستان پر حکومت غږ کړی دی چې په سیمه کې دې د مشکوکو وسلوالو پر وړاندې د عملیاتو پر ځای د امنیت لپاره متبادله لاره ولټوي.
دوی د جولای پر ۱۱مه په باړه بازار کې د "تیرا امن جلسې" په نوم غونډه وکړه چې ورته سلګونه ځايي وګړي ورغلي ول.
د سیمې ولسي او سیاسي مشرانو جلسې ته په وینا کې وویل چې حکومت تر دې مخکې هم په هغه ضلع کې څو ځلې پوځي عملیات کړي دي خو پر دې سربېره امنیتي وضع نه ده ښه شوې.
د باړې سیاسي اتحاد مشر هاشم خان اپرېدي تر جلسې وروسته مشال راډیو ته وویل، د سیمې ولس نور پوځي عملیات نه شي زغملای او حکومت دې د سولې لپاره متبادله لاره ولټوي.
ده دا و نه ویل چې متبادله لاره څه کېدای شي، خو زیاته یې کړه چې له ۲۰۰۹ز کال راهیسې هلته پوځي عملیات شوي چې پکې "ولسي وګړي ووژل شول، د خلکو کورونه ړنګ شول او د دې باوجود یې فایده و نه کړه. عملیات د دې مسلې حل نه دی، بلکې له حکومت سره یوشمېر نورې لارې چارې هم شته، هغه دې استعمال کړي او امن دې قایم کړي."
یو ولسي مشر الف خان اپرېدي جلسې ته په وینا کې وویل چې خلک دا ځل کورونه نه پرېږدي او دا چې امنیت د ریاست ذمه واري ده.
یو سیاسي فعال عبدالواحد اپرېدي وویل، "د پاکستان پوځ او نورې امنیتي ادارې ډېرې پیاوړې دي، ډېر استعداد لري نو په کار ده چې ځانونه ثابت کړي او له تیرا څه یو موټی وسلوال ختم کړي."
په باړه بازار کې دا جلسه پر داسې مهال شوې چې په خیبر کې ناامني زیاته شوې او امنیتي او حکومتي چارواکو په تیرا کې د ځینو کلیو خلکو ته ویلي چې د لنډې مودې لپاره دې کورونه پرېږدي چې پوځ پکې د مشکوکو وسلوالو پرضد پراخ عملیات وکړي.
چارواکو لا د جلسې د ګډونوالو څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی وو چې د ضلعې په ځینو برخو کې عملیات اړین دي او پوځ غواړي هلته امن پر ځای کړي.