د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا خانزېب او د هغه ساتونکی باجوړ کې په خپلو پلرنیو هدیرو کې خاورو ته وسپارل شول


د عوامي نیشنل ګوند صوبايي مشر میا افتخار حسین د مولانا خانزېب پر تابوت لاسونه ایښي - د جولای ۱۱مې انځور.
د عوامي نیشنل ګوند صوبايي مشر میا افتخار حسین د مولانا خانزېب پر تابوت لاسونه ایښي - د جولای ۱۱مې انځور.

په باجوړ کې د عوامي نیشنل ګوند یو مخکښ سیاستوال او ولسي مشر مولانا خانزېب او د هغه د ساتونکي سرتېري د جنازې لمونځ ادا شوی دی.

د جولای پر ۱۱مه د مولانا خانزېب په جنازه کې د ګوند صوبايي مشر میا افتخار حسین په ګډون مخکښو سیاستوالانو، فعالانو او سلګونه ولسي خلکو ګډون وکړ.

نوموړی وروسته په ناوګۍ کې په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

مولانا خانزېب او د هغه یو ملګری د جولای پر ۱۰مه د باجوړ د مرکز خار په شنډي موړ کې په وسلوال برید کې وژل شوی وو.

پولیس وايي، هغه له یوشمېر ملګرو سره په ګاډي کې روان وو چې وسلوالو ورباندې ډزې وکړې.

روغتیايي چارواکي وايي، په برید کې د مولانا خانزېب ساتونکی شېرزاده هم ووژل شو او درې تنه ژوبل شول.

د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

په باجوړ کې ځايي خبریال بلال یاسر پر اېکس (پخواني ټوېټر) لیکلي چې د شېرزاده د جنازې لمونځ د جولای پر ۱۱مه سهار مهال وشو. نوموړي د جنازې د لمانځه انځورونه هم خپاره کړي چې پکې ګڼ خلک ښکاري.

د عوامي نېشنل ګوند یو مخکښ، د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ پخوانی غړی او د مولانا خانزېب ملګری نثار مومند وايي، د نوموړي وژنه د ګوند لپاره غمیزه ده.

هغه د جولای پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل، هغه د جولای ۱۳مې امن لاریون لپاره کیمپېن کاوه چې ووژل شو.

عوامي نیشنل ګوند پر مولانا خانزېب د برید "سخته غندنه" کړې او د هغه پر وژنه یې درې ورځنی ماتم اعلان کړی دی.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن هم د غندنې تر څنګ له حکومته د برید د "سمدستي او بې پرې پلټنو" غوښتنه کړې.

کمېشن د جولای پر ۱۰مه په بیان کې زیاته کړې چې صوبايي او وفاقي حکومتونه باید د خیبر پښتونخوا په "ترهګرۍ ځپلو ضلعو" کې امنیت باوري کړي.

د جولای پر ۱۱مه د باجوړ سلګونه اوسېدونکي د مولانا خانزېب جنازې ته ورغلي ول.
د جولای پر ۱۱مه د باجوړ سلګونه اوسېدونکي د مولانا خانزېب جنازې ته ورغلي ول.

مولانا خانزېب د عوامي نیشنل ګوند د مرکزي کمېټۍ غړی او د دیني عالمانو د څانګې مشر وو. هغه له کلونو راهیسې په باجوړ کې د ناامنۍ او د بشري حقونو سرغړونو پرضد ولسي او سیاسي مبارزه کوله.

هغه په ناوګۍ تحصیل کې زېږېدلی وو او د عوامي نیشنل ګوند د پخواني ضلعي مشر شیخ جانزاده کشر ورور وو.

مولانا خانزېب د ۲۰۲۴ز کال په انتخاباتو کې له خپلې ضلعې څخه د قامي اسمبلۍ څوکۍ ته د عوامي نیشنل ګوند نوماند وو.

په باجوړ کې دا په وروستیو کې دویم لوی برید دی. د روانې میاشتې پر دویمه نېټه په خار کې په یوه بمي چاودنه کې د ناوګۍ تحصیل د انتظامي مشر (اسېسټنټ کمېشنر) فیصل اسماعیل په ګډون پینځه تنه ووژل او یوشمېر ژوبل شول. د هغې چاودنې ذمه واري د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې منلې وه.

تر دې یوه ورځ وروسته د جماعت اسلامي په بلنه د بېلابېلو ګوندونو سیاستوالانو، فعالانو او سلګونه ځايي خلکو په سیمه کې احتجاجي لاریون او مظاهره وکړه چې پکې یې له حکومته د امنیت غوښتنه وکړه.

په خیبر پښتونخوا کې له څه باندې درو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې ده او یوشمېر ډلې پر پولیسو او امنیتي سرتېرو او سرکاري چارواکو حملې کوي.

د جولای پر نهمه په بنو کې وسلوالو د پولیسو پر ګاډي برید وکړ او موټر یې وسوځاوه. تر دې وروسته د پولیسو او وسلوالو ترمینځ نښته کې یو سرتېری او دوه ولسي وګړي ژوبل شول. پر هم هغه ورځ وسلوالو د بنو پر میریانو تاڼې بمي برید وکړ او د ودانۍ بام ته یې زیان ورساوه.

په تېرو کلونو کې ولسي وګړو، سیاستوالانو او فعالانو د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې د ناامنیو پرضد پراخې مظاهرې، ناستې او جرګې کړې دي.

د پاکستان حکومت او امنیتي چارواکي ټینګار کوي چې د ترهګرۍ پرضد مبارزې ته ژمن دي او په دې لړ کې یې د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG