د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باجوړ "امن پاڅون" ګډونوال وايي پر بریدونو سربېره د ناامنۍ پرضد هڅو ته دوام ورکوي


د جولای پر ۱۳مه په خار کې جلسې ته ګڼ خلک ورغلي ول.
د جولای پر ۱۳مه په خار کې جلسې ته ګڼ خلک ورغلي ول.

د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د "امن پاڅون" په نوم غونډه شوې چې ورته د ګوندونو مخکښ سیاستوالان، فعالان، کاروباریان او ګڼ ولسي وګړي ورغلي ول.

په ضلعي مرکز خار کې د ناامنۍ پرضد د دې غونډې ارزښت تر هغې وروسته لا زیات شو چې په وروستیو کې د عوامي نیشنل ګوند ځايي مخکښ سیاستوال او دیني عالم مولانا خانزېب امن پاڅون ته د خلکو وربللو پر مهال له خپل ساتونکي سره په وسلوال برید کې ووژل شو.

د جولای ۱۰مې د حملې ذمه واري لا هم چا نه ده منلې.

د باجوړ د سوداګرو ټولنې د جولای ۱۳مې غونډې په مناسبت په ټوله ضلع کې کاربندیز اعلان کړی.

په سیمه کې د جماعت اسلامي مشر صاحبزاده هارون رشید د پاڅون ګډونوالو ته وویل، له باجوړه تر وزیرستانه له خلکو سره ویني، له ولسي مشرانو سره د امن لپاره جرګې کوي او بیا به په اسلام اباد کې د سولې لپاره پرلت وهي.

د جمعیت علمای اسلام (ف) سیاستوال او پخواني سېنېټر مولانا عبدالرشید د پاڅون ګډونوالو ته وویل، پرېکړه یې کړې چې د "باجوړ پر خاوره هېڅ جنګ او ټوپک نه مني او نه د عسکري اپرېشن (عملیاتو) منلو ته تیار" دي.

ده وویل، له امنیتي ځواکونو او وسلوالو "خواست کوي چې ټوپک کښېږدي" او د باجوړ خلکو ته دې امن ورکړي.

عبدالرشید وویل، ۲۰ کاله وشوله چې نه په "شریعت امن راغی او نه په ټوپک" نو دواړه خواوې باید په خبرو مسله حل کړي.

د پاکستان په پارلېمان کې د باجوړ پخواني استازي شهاب الدین خان په خپله وینا کې وویل چې په باجوړ کې امنیت دومره خراب شوی چې "نه خو مذهبي مشران محفوظ دي او نه سیاسي."

ده وویل، په سیمه کې د ګوزڼ پر واکسیني ډلو، پولیسو، پوځیانو او سیمه ییزو مشرانو حملې کېږي او زیاته یې کړه چې د ناامنۍ ختمولو لپاره دې "ولس یو موټی" شي.

د پاکستان پیپلز ګوند سیاستوال او د قامي اسمبلۍ پخواني غړي سید اخوندزاده چټان په خپله وینا کې وویل، د امن چغو وهلو او د ناامنۍ ضد نعرو ته دوام ورکوي.

ده وویل، "د وژونکو دا خیال دی چې باجوړیان وېرېدلي دي" خو په وینا یې چې باجوړیان نه دي ډارېدلي او د امن لپاره به خپل مزل جاري ساتي.

جلسې ته د نورو ګوندونو سیاستوالانو او د کاروباریانو د ټولنې مشر سید واجد علي شاه هم وینا وکړه او ټولو وویل چې لومړۍ او یوازینۍ غوښتنه یې امنیت ده.

په خار کې غونډې ته زرګونه خلک ورغلي دي او ډېریو په لاسونو کې سپین بیرغونه نیولي دي چې ورباندې "موږ امن غواړو" لیکل شوي دي.

د پاکستان حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کوي چې د وسلوالو تر ختمولو پورې یې پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکوي.

په باجوړ کې روانه میاشت دوه لویې حملې شوې دي چې په دویمه کې یې مولانا خانزېب ووژل شو. تر دې مخکې، د جولای پر دویمه په خار کې په یوه بمي چاودنه کې د ناوګۍ تحصیل د انتظامي مشر (اسېسټنټ کمېشنر) فیصل اسماعیل په ګډون پینځه تنه ووژل او یوشمېر ژوبل شول. د هغې چاودنې ذمه واري د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې منلې وه.

تر دې یوه ورځ وروسته د جماعت اسلامي په بلنه د بېلابېلو ګوندونو سیاستوالانو، فعالانو او سلګونه ځايي خلکو په سیمه کې احتجاجي لاریون او مظاهره وکړه چې پکې یې له حکومته د امنیت غوښتنه وکړه.

په خیبر پښتونخوا کې له څه باندې درو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې ده او یوشمېر ډلې پر پولیسو او امنیتي سرتېرو او سرکاري چارواکو حملې کوي.

په تېرو کلونو کې ولسي وګړو، سیاستوالانو او فعالانو د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې د ناامنیو پرضد پراخې مظاهرې، ناستې او جرګې کړې دي.

د پاکستان حکومت او امنیتي چارواکي ټینګار کوي چې د ترهګرۍ پرضد مبارزې ته ژمن دي او په دې لړ کې یې د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG