چارواکي وايي، د شمالي وزیرستان په میرامشا کې یو ولسي مشر ملک محمد رحمان او د هغه ډرېور په "هدفي برید" کې وژل شوي دي.
د میرامشا تاڼې، استخباراتي ادارې او ضلعي انتظامیې جلا، جلا چارواکو، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې نوموړی د جولای پر ۱۴مه په خپل ګاډي کې روان وو چې په بیر کلي کې ورباندې وسلوالو ډزې وکړې.
ملک محمد رحمان د شمالي وزیرستان له نومیالیو جرګه مارانو یو وو او د میرامشا مخکښ ولسي مشر وو چې تر دې مخکې هم ورباندې وسلوال بریدونه شوي ول.
پر نوموړي د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.
په شمالي وزیرستان کې دا پېښې تر هغې څو ساعتونه وروسته شوې چې د جولای پر ۱۳مه ماښام مهال په لکي مروتو کې د "مروت بېټني اتحاد" په نوم د ټولنې مشر انعام الله مروت له رېموټ کنټرول بمي چاودنې روغ ووت خو یو ساتونکی یې ووژل او بل ټپي شو.
تر دې درې ورځې مخکې وسلوالو د جولای پر ۱۰مه په باجوړ کې د عوامي نیشنل ګوند مخکښ سیاستوال او دیني عالم مولانا خانزېب وواژه.
پر مروت او مولانا خانزېب د حملو ذمه واري لا چا نه ده منلې.
په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې ناامني خورا زیاته شوې چې پرضد یې ګوندونو، فعالانو، کاروباریانو او ولسي وګړو لویې مظاهرې، جرګې، جلسې او لاریونونه کړي دي.
د جولای پر ۱۳مه زرګونه خلکو په باجوړ کې د ناامنۍ ضد ولسي غونډه وکړه او له حکومته یې سمدستي د امن پر ځای کولو غوښتنه وکړه. پر هم هغه ورځ کراچۍ مېشتو پښتنو هم په خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ پرضد لاریون او مظاهره وکړه.
داراز، د جولای پر ۱۱مه، سلګونه وګړو، سیاستوالانو او فعالانو د خیبر په باړه بازار کې د "تیرا امن جلسې" په نوم غونډه وکړه او له حکومته یې په سیمه کې د مشکوکو وسلوالو پر وړاندې د عملیاتو پراخولو پر ځای د امنیت لپاره د متبادلو لارو لټولو غوښتنه وکړه.
په شمالي وزیرستان کې له تېرو څو کلونو راهیسې په لسګونو بریدونو کې ګڼ ولسي مشران، فعالان، دیني عالمان، سیاستوالان، پخواني وسلوال، حکومتي کارکوونکي او عادي وګړي وژل شوي دي.
په ۲۰۲۴ز کال کې په شمالي وزيرستان کې ۳۷ هدفي بریدونه شوي ول چې ګڼو ولسي مشرانو، د بشري حقونو فعالانو او د سرکاري ادارو غړو ته پکې مرګژوبله اوښتې وه.
د شمالي وزيرستان په ګډون، په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې په بنو، لکي مروت، ځونيخېلو (جانيخېلو)، جنوبي وزیرستان، باجوړ او د خيبر پښتونخوا په يو شمېر نورو سيمو کې د هدفي حملو یوشمېر پېښې شوې دي چې ځايي اوسېدونکي يې د امنیت په اړه اندېښمن کړي دي.
حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي.
د خیبر پښتونخوا حکومتي ویاند محمد علي سیف د جولای پر ۱۳مه په سوات کې خبري غونډې ته وویل، حکومت یې د وسلو کاروونکو پر ضد جنګېږي او که څوک جوړجاړی غواړي نو ورسره جرګو او مرکو ته هم تیار دی.