د واڼه د پولیسو مشر امین وزیر د فبرورۍ پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د فبرورۍ پر ۱۳مه د کسټمز ادارې دوه چارواکي خوشال او نثار علي او د جنوبي وزیرستان د سوداګرۍ خونې (چېمبر اف کامرس) سیف الرحمان وزیر وتښتول.
د خيبر پښتونخوا د خزانې او د صحت صوبايي وزير تيمور سليم جګړا د اکتوبر پر لومړۍ نېټه پر خپله فېسبوک پاڼه په یو بیان کې ویلي چې د اکتوبر له درېیمې به ټولو ملازمینو ته تنخاګانې ورکول پیل کړي.
د فیبرورۍ پر ۱۰مه، د جمعیت علمای اسلام (ف) لخوا په جوړه شوې هغې جرګه کې د قبايلي او جنوبي ضلعو د امن، د هدفي وژنو د مخنیوي او د سیمې د طبیعي وسایلو د ځایي ولس د حقونو تسلیمولو غوښتنه وشوه.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ، په پېښور پریس کلب کې د انقلابي سټوډنټس ارګنایزیشن تر سیوري لاندې، د تعلیمي ادارو د زده کوونکو د سیاسي تنظیمونو پر بندیز د احتجاج لپاره یو سیمنار وشو.
د بکاخېلو د پولیسو تاڼې یوه چارواکي مشال راډیو ته وویل، چې وسلوالو د بکاخېلو منډۍ له سیمې دوه کسان تښتولي ول، چې وروسته یې د اتمانزۍ تاڼې په حدودو کې په ډزو وویشتل او ووژل.
جلسه په جمرود کې د خیبر له تاریخي وره (باب خیبر) سره نېږدې وشوه چې پکې د پښتون قامي جرګې مرکزي ویاند ملک برکت کوکیخېل، د جماعت اسلامي مخکښ سیاستوال او پخواني سېنېټر مشتاق احمد خان، د عوامي نیشنل ګوند د خیبر ضلعې مشر عبدالرزاق اپرېدي ګډون وکړ.
د جرګې غړي رضا حسین مشال راډیو ته وویل چې په اسلام اباد کې د فبرورۍ دویمې په ناسته کې د دواړو خواوو ۱۴،۱۴ مشران ګډون کوي.
نور وښیئ