د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي اداره (پي ډي اېم اې) وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په خیبر پښتونخوا کې د ورښتونو پر مهال په مختلفو پېښو کې شپږ تنه وژل شوي او یو ژوبل دی.
پي ډي اېم اې د جولای پر ۱۴مه پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه په بیان کې ویلي دي چې په وژل شویو کې څلور ماشومان شامل دي.
بیان وايي، د مرګژوبلې پېښې په خیبر، ملاکنډ، کواټ او باجوړ کې شوې دي.
د ادارې په وینا، شړکنده بارانونو او سېلاب په صوبه کې درې کورونه هم زیانمن کړي دي.
بیان زیاتوي چې د هوا پېژندنې ادارې د جولای تر ۱۷مې پورې په صوبه کې د ورښتونو وړاندوینه کړې ده.
تر دې مخکې، د جون له پای څخه د جولای تر دویمې پورې د یوې اونۍ په موده کې په خیبر پښتونخو او د پاکستان په نورو برخو کې د ورښتونو پر مهال په مختلفو پېښو او سېلابونو کې ټول ۶۱ کسان وژل شوي او ۱۱۷ ژوبل شوي ول.
د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) هغه مهال ویلي ول چې په وژل شویو کې ۲۳ د خیبر پښتونخوا اوسېدونکي ول چې ورڅخه یې ۱۰ ماشومان ول.
له دې پرته د جولای په لومړۍ اونۍ کې د افغانستان په ننګرهار ولایت کې سېلابونو دوه تنه وژلي ول او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي ول.
په خیبر پښتونخوا کې د ورښتونو پر مهال د مرګژوبلې تازه پېښې پر داسې مهال شوې دي چې د جولای له ۱۵مې څخه د پشکال میاشت پیلېږي. په دې موسم کې له عرب سمندرګي او د هند له بحره نمداره هواګانې د خیبر پښتونخوا او پاکستان نورو شمالي برخو ته ځي چې له امله یې هلته بارانونه کېږي. په ځینو وختونو کې هغه بارانونه د هېواد په جنوب کې هم کېږي.
هغه ورښتونه د کرنې لپاره ګټور وي، خو اکثر د سېلابونو، کمرونو نړېدو، او بېخبنا ته د زیان لامل هم کېږي.
تېر کال هم په خیبر پښتونخوا او افغانستان کې بې وخته بارانونو خلکو ته سخت مالي او ځاني تاوانونه اړولي ول.
پوهان وایي، په افغانستان او پاکستان کې د طبیعي ناورینونو لامل د اب و هوا بدلون دی چې له کبله یې اوس بارانونه د ټاکلي وخت پر ځای ناڅاپي کېږي چې کرنیزې ځمکې، کورونه، او د خلکو ژوند ته زیان رسوي.