ملک نصیر کوکیخېل پر ضمانتونو سربېره بندي دی
د خیبر ولسي مشر او د پښتون قامي جرګې د غړي ملک نصیر کوکيخېل وکیل دعوه کړې چې موکل یې له تېرو شاوخوا ۱۲ ورځو راهیسې ورک دی او تر اوسه معلومه نه ده چې چارواکو چېرې لېږدولی او یا په بله کومه مقدمه کې نیول شوی او که څنګه. جنېد خان وزیر وايي، عدالت هغه ته په ټولو ۱۶ مقدمو کې ضمانت ورکړی خو پر دې سربېره بیا نیول کېږي. حکومت او پولیسو لا د هغه د وکیل دعوې په غبرګون کې څه نه دي ویلي. د خيبر پوليسو کوکيخېل د ۲۰۲۴ز د ډېسېمبر پر ۲۴مه د جمرود په شاکڅ کې د لېويزو له دفتره ګرفتار کړی وو. پر هغه تور دی چې د ۲۰۲۴ز په اګست کې يې د تيرا راجګال کډوالو په احتجاجي پرلت کې د رياست ضد ويناوې کړې وې او وروسته يې د همهغه کال په اکتوبر مياشت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په کوربه توب د وربلل شوې پښتون قامي جرګې لپاره په جمرود کې د کوکيخېلو مشترکه ځمکه ورکړې وه. پر هغه په مقدمو کې د ترهګرۍ او قتل مادې هم شاملې دي. کوکیخېل او د هغه وکیل ټول تورونه ردوي. نور په دې رپورټ کې.