د عوامي نیشنل ګوند صوبايي مشر اېمل ولي خان وايي، لومړی دوی غوښتل چې د خپل ګوند مخکښ سیاستوال میا افتخار حسین د ګورنرۍ څوکۍ ته ونوموي خو "جمعیت په موږ جرګه وکړه. هغه جرګه موږ ومنله او د حاجي غلام علي په نوم متفق" شول.
یو ځايي فعال شېرپاو مسید مشال راډیو ته وویل، د اکتوبر ۳۰مې په لاریون کې د سیمې ټولو قومونو خلکو ګډون وکړ چې لومړی د ټانک له ټاون هاله پلی تر ټریفېک پواینټه پورې ولاړل او هلته یې مظاهره وکړه.
د میرلي اوسېدونکي او د حیدرخېلو یو مشر فرهاد علي له مشال راډیو سره په خبرو کې د حکومت عملداري تر پوښتنې لاندې راوسته . "د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا تر ورګډېدو وروسته لا هم څنګه هلته خلک غرونو ته خېژي، وسلې کاروی او حکومت یې په مخنیوي کې پاتې راغلی؟"
په هغه قبایلي ضلع کې ضمني انتخابات د اکتوبر پر ۳۰مه سهار پر اتو بجو پیل شول چې د انتخاباتي کمېشن په وینا، بې له ځنډه د ماښام تر پینځو پورې روان وو.
پولیسو د یادې حلقې ټول پولېنګ سټیشنونه حساس ګرځولي دي. د پولیسو ضلعي مشر شفیع الله د اکتوبر پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل، په یاده حلقه کې ټول ټال ۱۴۳ پولېنګ سټیشنونه دي چې پکې ۲۴ حساس او ۱۱۹ انتهايي حساس ګرځول شوي دي.
په جرګه کې سیاسي او قامي مشرانو ویناوې وکړې او ویې ویل، د جرګې موخه دا ده چې حکومت دا احساس ورکړل شي چې په تیرا او باړه کې دې امنیت ټینګ او د خلکو د سر او مال د ساتنې لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړي.
د دې مظاهرو مشرانو او برخه وال تور پورې کوي چې د پاکستان حکومت او پوځ په سوات او نورو پښتنو سیمو کې د وسله والو پر بیا راڅرګندېدو سترګې پټې کړې دي.
د شمالي وزیرستان ډېپټي کمېشنر شاهد علي خان د اکتوبر پر ۲۶مه نېټه مشال رېډیو ته وويل چې پر زڼغوزیو يې د بندیز خبره یې د خیبر پښتونخوا له حکومت سره شريکه کړې او هغوی به يې تر وفاقي حکومت پورې ورسوي.
مشرانو دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې په وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په هغه ضلع کې ناامني زیاته شوې او پولیسو ویلي دي چې د مشکوکو وسلوالو ضد یې کارروایانو ته دوام ورکړی دی.
نور وښیئ