د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ميرلي زيرکي او خوشالي قبيلو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه کې ۳۰ ورځې اوربند شوی دی


په شمالي وزیرستان کې پخوا هم د ځمکو د ملکيت پر سر شخړې شوې دي (انځور له ارشيفه)
په شمالي وزیرستان کې پخوا هم د ځمکو د ملکيت پر سر شخړې شوې دي (انځور له ارشيفه)

د شمالي وزیرستان په میرلي کې د زیرکي او خوشالي قبیلو ترمینځ د ځمکې پر سر راپورته شوې کشاله کې اوربند شوی دی.

د اکتوبر په ۳مه، ماښام ناوخته د اتمانزو قومي مشران دغلته ورغلي وو او دواړه غاړې یې په ډزبندۍ رضا کړي. جرګې د پرېکړو د منلو د ضمانت لپاره له دوی هر یوې، پينځه ويشت لاکه روپۍ د برمتې په توګه اخیستې دي.

د اتمانزو جرګې یو مشر مولانا مصباح الله مشال ریډیو ته وویل چې دواړه قبیلې یې له مورچو کوز کړي، ۳۰ ورځې به ډزبندي او په دې دوران کې به د ځمکې پر سر د شخړې د مسلې د حل لپاره خبرې کيږي. "موږ له تېرو دريو ورځو کوښښ‌کاوه چې اوربند وشي. نن بیا ورځو چې جوړې شوې مورچې ړنګې کړو. په ۳۰ ورځو کې کوښښ کوو چې د دواړو قبيلو حدود معلوم شي."

د زيرکي او خوشالي قبیلې د يو غره پر سر لانجه لري. دوی دواړه یې د ملکيت دعوه کوي. د دوی ترمنځ، د اکتوبر پر ۲۹مه ماښام مهال ځايي ځوانانو او مشرانو ډزبندي کړې وه او له مورچو څخه یې کښته کړي ول خو هغوی د اکتوبر ۳۰مې پر سهار بیا جګړه پیل کړه.

د خوشالي قبیلې غړي همایون وزیر د اکتوبر پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل چې حکومت دې یې پر شخړه غور وکړي او د تلپاتې هواري لپاره دې ګامونه پورته کړي. نوموړي وویل چې که داسې و نه شي شخړه لا پسې تودېدای او‌ پراخېدای شي.

دا لومړی ځل نه دی چې هلته د ځمکې لانجې پر سر قبیلې د یو بل پرضد مورچو ته خېژي. تر دې مخکې د ۲۰۲۰ز کال د اګست پر ۲۷مه د میرلي په اېپي کلي کې د دوو کورنیو ترمینځ د ځمکې لانجې پر سر نښته وشوه چې پکې د دواړو خواوو د یوې ښځې په ګډون څلور کسان ووژل او دوه ژوبل شول.

له دې پرته په شمالي وزیرستان کې د ځمکو د حدونو پر سر یوشمېر نورې لانجې هم شته چې ورڅخه یې یوه په غلام خان، بله یې په میرامشا ډانډې کې ده او داراز، په میرلي کې هم د ولسونو ترمینځ د ځمکو د پولو پر سر لانجه ده چې له وجې یې په تېرو کلونو کې نښتې هم شوې دي.

ځايي انتظامیې ويلي چې د ځمکو پر سر د شخړو د بشپړ حل لپاره ضروري ده چې خلک د ټوپکو راخیستلو پر ځای عدالتونو ته ورشي. د شمالي وزیرستان ډېپټي کمېشنر شاهد علي خان وايي، خیبر پښتونخوا له ګډېدو سره هلته عدالتونه غځېدلي او د ځمکو لانجو مقدمې په عدالتونو کې دي. هغه د اکتوبر په ۳۰مه، مشال راډیو ته وویل، "یوازې د میرلي ډوېژن د جایدادونو ۷۵ مختلف کېسونه په عدالت کې تر بحث لاندې دي، خو لا یې هم حل ته نه دی" موندل شوی.

XS
SM
MD
LG