د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه: د ضمني انتخاباتو پر مهال ټولې انتخاباتي حلقې حساسې ګرځول شوي


په دې څوکۍ د تحریک انصاف د مشر عمران خان، د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) د کاندید محمد جمیل او د جماعت اسلامي د شېر محمد ترمنځ مقابله ده. 
په دې څوکۍ د تحریک انصاف د مشر عمران خان، د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) د کاندید محمد جمیل او د جماعت اسلامي د شېر محمد ترمنځ مقابله ده. 

د اکتوبر پر ۳۰مه، د قامي اسمبلۍ په خالي شوې څوکۍ اېن اې ۴۵ باندې انتخابات کېږي چې پکې د تحریک انصاف مشر عمران خان هم د مقابلې لپاره ولاړ دی.

پولیسو د یادې حلقې ټول پولېنګ سټیشنونه حساس ګرځولي دي. د پولیسو ضلعي مشر شفیع الله د اکتوبر پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل، په یاده حلقه کې ټول ټال ۱۴۳ پولېنګ سټیشنونه دي چې پکې ۲۴ حساس او ۱۱۹ انتهايي حساس ګرځول شوي دي.

په کرمه کې ضمني انتخابات د اکتوبر پر ۳۰مه ترسره کېږي.
په کرمه کې ضمني انتخابات د اکتوبر پر ۳۰مه ترسره کېږي.

د کرمې د پولیسو د ادارې مشر شفیع الله وايي، د انتخاباتو پر ورځ د ترهګرۍ د پېښو وېره لیدل کېږي او د نورې ګډوډۍ د رامنځ ته کېدو وېره هم شته. نوموړي دا هم وویل چې د ټاکنو د ورځې د امنیت د ساتلو لپاره له ۲۰۰۰ زیات د پولیسو سرتېري ګمارل شوي دي.

له کرمې قبایلي ضلعې نه د پاکستان د قامي اسمبلۍ په دې څوکۍ باندې د تحریک انصاف د مشر عمران خان، د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) د کاندید محمد جمیل او د جماعت اسلامي د شېر محمد ترمنځ مقابله ده.

د یادې حلقې ریټرننګ افسر اسحاق خان د اکتوبر پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل، څه کم دوه لاکه رایه اچوونکي به خپلې رایې کاروي، ټول انتظامات نیول شوي او د رایه اچونې پروسه به سهار په اتو بجو پیلېږي او تر پنځو بجو پورې به دوام کوي. نوموړي زیاته کړه چې تر سلو زیات پولېنګ مرکزونو ته انتخاباتي مواد رسول شوي او نورو هغو ته هم مواد پر لاره دي.

یو څايي اوسېدونکي پټان عبدالخالق مشال راډیو ته وویل، حکومت له پکار دي چې د انتخاباتو پر ورځ له خپلو مسوولیتونو غافله پاتې نه شي او داسې ماحول دې برابر کړي چې خلک په خوشالۍ له کورونو راووځي او خپلې رایې وکاروي.

د قامي اسمبلۍ اېن اې ۴۵ حلقه د ملک فخر زمان له استعفا وروسته خالي شوې وه. هغه د روان کال په اپرېل میاشت کې د عدم اعتماد پر لار له وزیر اعظمۍ څخه د عمران خان د لرې کېدو وروسته د قامي اسمبلۍ د ۱۲۳ نورو غړو سره یو ځای خپله استعفا وړاندې کړې وه.

د کرمې د پولېنګ مرکز یوه څنډه
د کرمې د پولېنګ مرکز یوه څنډه

تر دې وړاندې په دغه څوکۍ د انتخاباتو لپاره د اکتوبر ۱۶مه نېټه اعلان شوې وه خو په سیمه کې د ځمکې په سر له یوې شخړې وروسته، د اکتوبر ۳۰مې نېټې ته ځنډول شوې وه.

په پاکستان کې د قامي اسمبلۍ پر اتو او د پنجاب صوبايي اسمبلۍ پر درو څوکیو د اکتوبر پر ۱۶مه وشول. د پایلو له مخې تحریک انصاف ګوند په دغو کې زیاتې څوکۍ ترلاسه کړې دي.

ضمني انتخاباتو کې د پاکستان تحریک انصاف د بریالیتوب تر شا څه دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:51:41 0:00

د تحریک انصاف مشر عمران خان د قومي اسمبلۍ له اوو څخه شپږ چوکۍ ګټلې دي. نوموړي ۳ په خیبر پښتونخوا، ۲ په پنجاب او یوه په سیند صوبه کې ګټلې ده. البته نوموړي په کراچۍ کې له پاکستان پیپلز ګوند له سیاستوالو بایللې ده.

په کراچۍ کې د پيپلز پارټۍ عبدالکريم بلوچ عمران خان ته ماتې ورکړه او په ملتان کې د پخواني وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني زوی موسی ګيلاني د تحريک انصاف مرستيال مشر شاه محمود قریشي لور، مهر بانو قریشي ته شکست ورکړی.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG