د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې تر لنډ اوربند وروسته د ځمکې لانجې پر سر نښته بیا پیل شوې


په شمالي وزیرستان کې تر دې وړاندې هم څو ځلې د ځمکې لانجو پر سر نښتې شوې دي - پخوانی انځور
په شمالي وزیرستان کې تر دې وړاندې هم څو ځلې د ځمکې لانجو پر سر نښتې شوې دي - پخوانی انځور

د شمالي وزیرستان په میرلي کې د زیرکي او خوشالي قبیلو ترمینځ د ځمکې لانجې پر سر تر لنډ اوربند وروسته نښته بیا پیل شوې ده چې پکې دواړه خواوې سپکه او درنه وسله کاروي.

د اکتوبر پر ۲۹مه ماښام مهال ځايي ځوانانو او مشرانو د دواړو قبیلو ترمینځ ډزبندي کړې وه او له مورچو څخه یې کښته کړي ول خو هغوی د اکتوبر ۳۰مې پر سهار بیا جګړه پیل کړه.

د دواړو قبیلو مشران وايي چې هلته یې د یوه غره پر سر لانجه ده چې حکومت یې باید له قانون سره سم هواره کړي.

د خوشالي قبیلې غړي همایون وزیر د اکتوبر پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل چې حکومت دې یې پر شخړه غور وکړي او د تلپاتې هواري لپاره دې ګامونه پورته کړي.

نوموړي وویل چې که داسې و نه شي شخړه لا پسې تودېدای او‌ پراخېدای شي.

د زیرکې قبیلې یو مشر مولانا مجید الله مشال راډیو ته وویل چې اتمانزي مشران ورغلي او د خبرو اترو له لارې د مسلې حل غواړي.


دا لومړی ځل نه دی چې هلته د ځمکې لانجې پر سر قبیلې د یو بل پرضد مورچو ته خېژي. تر دې مخکې د ۲۰۲۰ز کال د اګست پر ۲۷مه د میرلي په اېپي کلي کې د دوو کورنیو ترمینځ د ځمکې لانجې پر سر نښته وشوه چې پکې د دواړو خواوو د یوې ښځې په ګډون څلور کسان ووژل او دوه ژوبل شول.

له دې پرته په شمالي وزیرستان کې د ځمکو د حدونو پر سر یوشمېر نورې لانجې هم شته چې ورڅخه یې یوه په غلام خان، بله یې په میرامشا ډانډې کې ده او داراز، په میرلي کې هم د ولسونو ترمینځ د ځمکو د پولو پر سر لانجه ده چې له وجې یې په تېرو کلونو کې نښتې هم شوې دي.

د میرلي اوسېدونکي او د حیدرخېلو یو مشر فرهاد علي له مشال راډیو سره په خبرو کې د حکومت عملداري تر پوښتنې لاندې راوسته . "د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا تر ورګډېدو وروسته لا هم څنګه هلته خلک غرونو ته خېژي، وسلې کاروی او حکومت یې په مخنیوي کې پاتې راغلی؟"

نوموړي تور پورې کړې چې حکومت پر داسې شخړو سترګې پټې کړې دي چې باید یې په اړه له قانون سره سم ګامونه پورته کړي.

خو د شمالي وزیرستان ډېپټي کمېشنر شاهد علي خان وايي، خیبر پښتونخوا له ګډېدو سره هلته عدالتونه غځېدلي او د ځمکو لانجو مقدمې په عدالتونو کې دي.

ده مشال راډیو ته وویل، "یوازې د میرلي ډېوېژن د جایدادونو ۷۵ مختلف کېسونه په عدالت کې تر بحث لاندې دي، خو لا یې هم حل ته نه دی" موندل شوی.

شاهد علي‌ خان زیاته کړه چې انتظامیه نه یوازې د وسلوالو شخړو په صورت کې قانوني کاروايي‌ هم کوي بلکې د اتمانزیو جرګو په وسیله یې یوشمېر شخړې هوارې کړې هم دي.

د شمالي وزیرستان تر څنګ په ځینو نورو قبایلي ضلعو کې هم پر یو شمېر ځمکو او غرونو د ځايي‌ قبیلو ترمینځ شخړې روانې دي چې له کبله یې وخت په وخت مرګژوبله هم کېږي.

XS
SM
MD
LG