د لاسرسي ځای

تازه خبر

د علي وزير د ضمانت مقدمه بيا وځنډېده


 په قامي اسمبلۍ کې د علي وزیر په خالي‌چوکۍ د هغه عکس ايښودل شوی
په قامي اسمبلۍ کې د علي وزیر په خالي‌چوکۍ د هغه عکس ايښودل شوی

د پيښور های کورټ بنو بينچ کې د قامي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزير د ضمانت درخواست اورېدنه يو ځل بیا ځنډیدلې ده.

د علي وزير وکيل، ايډوکېټ بخت نیاز د کتوبر په ۳۱ مه مشال راډيو ته وويل چې د اورېدنې په وخت سرکاري وکیل یاد عدالت ته وویل چې د قضيې تياری يې نه دی کړی نو په مقدمه کې دې د ضمانت اورېدنه تر راتلونکو څو ورځو پورې وځنډول شي. عدالت د سرکاري وکيل غوښتنه ومنله او بغیر له بلې نېټې ورکولو یې دا مقدمه وځنډوله.

په کراچۍ کې د علي وزیر پر ضد په څلور واړو مقدمو کې ضمانت شوی دی خو هغه د شمالي وزيرستان د میرامشا د ۲۰۲۰ز کال په یو مقدمه کې د کراچۍ په زندان کې بند دی. په هغه مقدمه کې د نوموړي د ضمانت د درخواست اورېدنه د پېښور های کورټ په بنو څانګه کې روانه ده. پر هغه تور دی چې د لاوډ سپېکر ایکټ سرغړونې په کولو سره یې خلک ګډوډيو ته هڅولي.

د علي وزیر وکیل قادر خان اېډوکېټ د اکتوبر پر ۲۵مه مشال راډیو ته ويلي وو چې عدالت له دغو څخه په يوه مقدمه کې علي وزير له خپلو ۱۱ ملګرو سره د ثبوتونو د نشتوالي له امله بري اعلان کړل. علي وزير له نيږدې دوو کلونو راهیسې بندي دی. پر هغه په کراچۍ کې څلور مقدمې وي چې پکې هغه تورن شوی چې د پوځ او ریاست پر ضد یې د خلکو د پارولو کوښښ‌کړی دی. نوموړی دا مقدمې سیاسي بولي او پر ځان لګيدلي تورونه ردوي.

د اکتوبر په ديرشمه په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړيو د امن پر موضوع راغوښتي يو سيمينار کې د علي وزیر د خوشې کولو غوښتنه تکرار کړه. د غورځنګ د کراچۍ مشر نورالله ترين وويل چې "که وزیر ژر تر ژره خوشې نه شي دوی به په هغه ځای کې مظاهرې وکړي چې د قامي اسمبلۍ د دغه غړي‌د خوشې کولو واک اختيار لري".

ترين ونه ويل چې مطلب یې کوم ځای دی خو د هغه اشاره د پاکستان بهرنيو چارو وزير او پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري خبرو ته وه. بلاول بوټو زرداري د اکتوبر په ۲۴مه په لاهور کې عاصمه جهانګير کنفرنس ته ويلي وو چې خلک دې د علي‌وزير لپاره د هغه چا په مخ کې احتجاج وکړي چې نوموړی پرېښودلی شي. په همدې غونډه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ويلي وو چې د ټولو فیصلو واک د پاکستاني پوځ سره دی.

XS
SM
MD
LG