پښتونخوا ملي عوامي ګوند د ناامنۍ په ګډون د پښتنو د لویو ستونزو د هواري پر لارو چارو د بحث لپاره د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې د جرګو وربللو اعلان کړی دی.
د ګوند مشر محمود خان اڅکزي د اکتوبر پر ۲۷مه په کوټه کې خبري غونډې ته په وینا کې د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې د ناامنۍ پر زیاتېدو خواشیني څرګنده کړه.
هغه وویل چې په وروستیو کې د دوکۍ د سکرو ۲۰ کانکیندونکي په داسې حال کې ووژل شول چې پولیس د صوبې پر سړکونو دوامداره ګزمې کوي.
اڅکزي وویل چې پر همدې مسلو د بحث لپاره لومړۍ دوه ورځنۍ جرګه د نومبر پر نهمه په بوري (لورالايي) ډېوېژن کې کوي او بیا ورپسې د ژوب ډېوېژن او کوټې ډېوېژن پر سطحو جرګې جوړوي.
نوموړي وویل چې په جرګو کې د ولسي او قبایلي مشرانو د کړو پرېکړو د عملي کولو هڅه به کوي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر د جرګو اعلان پر داسې مهال کړی دی چې روانه میاشت د خیبر پښتونخوا په خیبر ضلع کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په کوربه توب د "پښتنو قامي عدالت" په نوم درې ورځنۍ لویه جرګه وشوه.
د جمرود په رېګي للمه کې د پښتنو لویې جرګې ته په پښتون مېشتو سیمو کې د ټولو ګوندونو مخکښ سیاستوالان، د صوبايي حکومت لوړپوړي چارواکي، د خیبر پښتونخوا ګورنر، د بېلابېلو ولسونو مشران، مدني فعالان، پوهان، هنرمندان، لیکوالان او په لسګونو زرو پښتانه ورغلي ول.
هغه لویه جرګه د اکتوبر پر ۱۳مه شپې ناوخته تر هغې وروسته پای ته ورسېده چې د بېلا بېلو ضلعو په خیمو کې ناستو جرګګیو خپلې سپارښتنې او وړاندیزونه نهايي کړل او خپل استازي ته یې وسپارلې چې بیا ورباندې ۸۰ کسیزه نماینده جرګې بحث وکړ.
د پي ټي اېم مشر منظور احمد پشتین پر هم هغه شپه ناوخته د جرګې ۲۲ پرېکړې اعلان کړې. جرګې پوځ او د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او اسلامي دولت (داعش) په ګډون ټولو وسلوالو ډلو ته دوه میاشتې وخت ورکړ چې له پښتون مېشتو سیمو دې وځي.
جرګې دا هم وویل چې په پاکستان کې له اوبو څخه تر ټولو زیاته بجلي یا برېښنا په خیبر پښتونخوا کې جوړېږي نو ځکه به د قبایلي ضلعو خلک بېل نه ورکوي او د صوبې په نورو پښتون مېشتو سیمو کې به د یو یونټ برېښنا په سر پینځه روپۍ بېل ورکوي.
جرګې دا راز له حکومته وغوښتل چې د ډېورنډ کرښې دواړو خواوو ته دې ولسونو ته پر ټولو لارو بې له سفري اسنادو د تګ راتګ اجازه ورکړي او د ناامنیو او پوځي عملیاتو له وجې دې د قبایلي ضلعو بې کوره خلک خپلو کلیو او کورونو ته ستانه کړي.
د جرګې د پرېکړو د اعلان پر وخت د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور او نور مشران پر دریځ یا سټېج موجود ول.
د پاکستان حکومت او وسلوالو ډلو د جرګې د پرېکړو په اړه څه نه ول ويلي.
خو د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور جرګې ته وویل چې د غوښتنو او پرېکړو د عملي کولو هڅه کوي.
داراز، د اکتوبر پر ۱۴مه د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ په کوربه توب د لویې جرګې پر پرېکړو بحث وکړ. اعلاوزیر اسمبلۍ ته په وینا کې د هغو فیصلو د عملي کولو غوښتنه وکړه.
نوموړي وویل چې د جرګې هغه پرېکړې او سپارښتنې عملي کوي چې د صوبايي حکومت د واک په دایره کې راځي.
له دې پرته، د پاکستان حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کوي چې د ترهګرۍ پرضد مبارزې ته ژمن دي. د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر جنرال احمد شریف چودري د سېپټېمبر پر پینځمه په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته وويل چې پوځ او قانون پلي کوونکې ادارې د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ اوسطاً ۱۳۰ کاروایۍ کوي او زیاته یې کړه چې د "ترهګرۍ تر ختمولو پورې" خپلو "هڅو ته دوام" ورکوي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي تر دې مخکې د ۲۰۲۲ز کال په مارچ کې د خیبر پښتونخوا په بنو کې جرګه کړې وه چې پکې یې د امنیت ټینګښت او د پاکستان د ټولو پښتنو لپاره د یوې صوبې جوړولو په ګډون له حکومته د یوشمېر لویو مسلو د هواري غوښتنه کړې وه.