وایي چې موسیقي د روح غذا ده، اودا روحونه دي چې له یو بل سره خوښیږي او ګډیږي. هم دغه شان سندغاړي او فنکاران د ټولنې روحونه دي، دا د ټولنې ښایست دی، او ستا د ټولنې د جوړخت هغه برخه ده چې ته پرې ښایسته ښکارې، نو باید چې ډیر خیال یي وشي.
په پېښور کې ملګرو او د ژبې مینه والو د استاد خیال محمد په ویاړ د خیال اونۍ ولمانځله، د هغه تاج پوشي يې وکړه، د لر او بر پښتنو دا وښوده چې دوی یو دي درد یي هم یو دی او ویاړ یې هم. افغانستان ورته خپل سوغات راوړل چې دوی هم د دغو ښایستو خلکو قدردان دي، او ولې به نه وي چې هم دغه یو څو تنه دي چې له کړاوه ډکې په دې خاوره د مینې سندرې وایي.
سترګې د مینو دې ړندې نشي .... مینې ستا ډیوې دې چرې مړې نشي
سندرغاړي او فنکاران د ټولنې سترګې دي او هغه هم له ښایست او ښکلا ډکې، او باید دا سترګې بل طرف کږې نشي.
چې یې نوم خیال وي او تل یي د مینې سندرې ویلي وي نو باید چې ډیر خیال یې وشي. په ټوله نړۍ کې سندرغاړي د یو هېواد پیژندګلو وي،د ولسونو اتلان وي، او ډیر یي مینه وال وي.
د پښتنو مثال نن سبا د خیال محمد استاد د هغې سندرې دی چې وایي
هر یو ګل دې پاڼې پاڼې ـــ نشته ساه یوه غوټۍ کې
هنر مند په یوه ټولنه کې لکه په مثال د پسرلي هم وي، او باید چې دغه موسم بدل نشي، او نه دغه د دوو ورځو پسرلی وي، دا باید دې ته پرېښودل شي، چې غوټۍ پکې ګلان شي، او دغه ګلان سره د خوشبویانو خوندي وساتل شي. کله چې په یوه ټولنه کې سندرغاړي او فنکاران خوندې پاتې نشول نو دغه ټولنه به ماتیږي او لکه د ګل به مړاوې کیږي.
جنګونو وهلې د پښتنو ټولنه سندره غواړي، دا سندره چې استادخیال محمد ،سردار علي ټکر ، ناشناس، قمر ګلې ، احمد خان ، شاه ولي ، هارون باچا او اوس یي ګڼ ځوانان او پیغلې وایي باید چې ډېر قدر او خیال یې وشي.
دا هغه خلک دي چې که یو طرفته د ټولنې د خوشالیو سبب دي نو بلخوا د ټولنې ژوندی عکس هم دي، د یو فنکار ژوند ښیي چې دغه ټولنه څومره ژوندۍ ده.
د فنکار سترګې د ټولنې د وجود سترګې دي،باید د مینې او خیاله ډکې سترګې ړندې نشي او نه دغه ډیوې چرې مړې شي.