فرخنده اسد د پاکستان او افغانستان په اړه د رپورټونو تر څنګ د ښځو د ژوند، ستونزو او حقونو په اړه ځانګړې اوونیزه خپرونه تاندې هیلې هم جوړوي.
په سوریه (شام) کې د پخواني ولسمشر بشارالاسد د حکومت تر ړنګېدو وروسته هلته د اسلامي دولت (داعش) ډلې د بیا سر پورته کولو وېره پیدا شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې په هغه هېواد کې بهرني وسلوال هم موجود دي. د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې ویډیويي راپور.
اېکس ون شرکت یو داسې انسان ډوله روباټ جوړ کړی چې له خلکو سره به د کور په ورځنيو کارونو کې مرسته کوي. د نیو په نوم دا روباټ به هر هغه کار کوي چې په کور کې امر ورته کېږي. د دې روباټ جوړوونکي وایي په راتونکي وخت کې به په دې کې نوي بدلونونه هم کوي.په دې اړه د رویټرز اژانس ویډیویي راپور.
د امریکا د کیلېفورنیا له لاس اېنجلس ښار سره نېږدې په میلبو سیمه کې په ځنګله کې اور لګېدلی دی. چارواکي وايي، د دې له کبله یې ګڼ خلک خوندي ځایونو ته لېږدولي دي. د اور وژنې اداره وايي، د تېز باد له وجې اور پراخې سیمې ته خپور شوی او په زرګونو ونې یې سوځولې دي. د رویټرز اژانس له ویډيو جوړ رپورټ.
د مصر پلازمېنې قاهرې د یوه ترکاڼ (نجار) کورنۍ له پېړیو راهیسې له دغه کسب سره تړلې ده. صبحي یونس وایي که څوک یې د سرو زرو په دوکان کې هم کښېنوي، نو بیا به هم هغه پرېږدي او د خپل پلار او نیکه کسب به پرمخ وړي.
د اقليمي بدلون د څار نړیوالې اداره وایي چې روان ۲۰۲۴ز کال د نړۍ تر ټولو ګرم يا تود کال وو . په روان کال کې که یوې خوا د تودوخې درجه لوړه شوې وه نو بل لوري ته د دې په نتيجه کې په یوشمېر هېوادونو کې سېلابونه راغلي او په ځنګلونو کې اورونه لګېدلي ول.
په دې وروستیو ورځو کې د اوکراین پر بېخبنا د روسیې په بریدونو کې د هېواد تر یو مېلیون زیات وګړي په سخته یخنۍ کې له برېښناارکیټونو او دوکانونو کې برېښنا توليدونکي جنرېټرې لګولې دي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپوټ.
په اوکراین کې د یوې کورنۍ د هغو څلورو کسانو د مړينې وروستي مراسم ترسره شول چې د روانۍ اونۍ په پیل کې د روسیې په برید کې وژل شوي ول. په وژل شويو کې یوه ښځه او د هغې درې ماشومان ول. په هغه حمله کې ولسي ودانیو ته هم زیانونه اوښتي ول. د مشال راډیو د خبر مرکزي څانګې ویډیویي راپور.
د پاکستان لاهور ښار دا مهال د نړۍ یو له تر ټولو ککړه هوا درلودونکی ښار ګرځول شوی دی. بلخوا د دغه ښار اوسېدونکي وایي، ککړې هوا یې ورځنی ژوند متاثره کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې د ککړې هوا له وجې په لاهور کې پرایمري سکولونه د نومبر تر ۱۷مې پورې تړل شوي دي. په دغه اړه د رویټرز اژانس ویډیویي راپور.
امریکایان د نومبر پر پینځمه د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې برخه اخلي. دا ځل په امریکا کې دننه پر اقتصاد، د کډوالو پر مسله، د ټولنې پر راټولولو او د روزګارونو پر زیاتولو زیات بحثونه روان دي. خو دا چې په دغو انتخاباتو کې په امریکا کې مېشت کډوال چاته رایې ورکوي؟ په دې اړه د امریکا غږ ویډیویي راپور.
په سویډن کې یو روباټ د چېلو په نوم د موسیقۍ اله غږوي. دا د راپورونو له مخې لومړی ځل دی چې روباټ مستقیماً په کنسرټ کې برخه واخیسته او ژوندۍ موسیقي یې وغږوله. د موسیقۍ هغه محفل ته ګڼ خلک ورغلي ول. په دې اړه د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د اسراییلو حکومت وايي، د اکتوبر په پیل کې د ایران لخوا پرې د ترسره شویو بریدونو په ځواب کې ددوی هدفي او دقیق بریدونه پای ته رسېدلي دي. اسراییل وايي، په ایران کې یې د میزایلو جوړولو ځایونه په نښه کړې دي چېرته
د اسراییلي پوځ ویاند دانیال هګاري د اکتوبر په ۲۶مه په يوه ويډيويي بيان کې وویل، د ايراني رژيم لخوا له مياشتو راهيسې د اسراييلي رياست پرضد د پرله پسې بريدونو په ځواب کې همدا اوس د اسراييلو دفاع ځواکونه په ايران کې پر پوځي اهدافو دقيق بريدونه ترسره کوي.
قاضي عیسا د ۲۰۲۳ز کال د سېپټېمبر پر ۱۷مه د هېواد د مشر قاضي په توګه د دندې لوړه کړې وه او د اکتوبر پر ۲۶مه ۶۵ کلن کېږي، نو ځکه د قانون له مخې باید رېټایر یا تقاعد شي.
ناسا وایي د اکتوبر د ۱۷مې سپوږمۍ د سږ کال تر ټولو غټه سپوږمۍ یا " سوپر مون " وه. د امريکا دغې خلايي ادارې ناسا زياته کړې چې سپوږمۍ په خپل مدار کې ځمکې ته تر ټو زیاته نېږدې شوې وه نو ځکه د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې زیاته لویه او روښانه ښکارېده. په دې اړه د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ راپور.
طالبانو د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان له واکمنېدو راهیسې پر موسیقۍ بندیزونه لګولي دي. هغوی تر دې وروسته په مختلفو سیمو کې د موسیقۍ تر ۲۰،۰۰۰ زیات الات سوځولي دي. په دې اړه مو د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې ویډیويي رپورټ پښتو کړی دی.
د امریکا په فلورېډا ایالت کې د سمندري توپان له امله زرګونه کورونه ویجاړ شوې دي. په فلورېډا کې په وروستیو ورځو کې دا دويم سمندري توپان دی چې خلک یې له ګڼو ځاني او مالي تاوانونو سره مخامخ کړي دي. په دې اړه د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ راپور.
هرکال د اکتوبر ۱۰مه د ذهني یا رواني روغتيا د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کیږي. د روغتيا نړیوالې ادارې (ډبلیو اېچ او) د دې ورځې په مناسبت پر خپله ووبپاڼه ورکړي چې سږ کال دغه ورځ د کار په ځایونو کې د رواني صحت د ښه ساتلو له پیغام سره لمانځي.
۷۴ کلن مصری عکاس د سویز کانال په څنډه کې د خلکو عکسونه اخلي. نوموړی وایي کلونه تېر شول چې خلک د ساده یا تور او سپين عکسونو نه رنګین عکسونو ته راغلل او اوس د ډیجیټل زمانه ده، خو دی لا هم د عکاسۍ لپاره دوديزې لارې چارې کاروي.
د ۲۰۲۴ز کال په سېپټېمبر کې د ځینو اروپايي هېوادونو په شمول په امریکا او میکسیکو کې ورښتونو او سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. څېړونکي وايي، د نړیوالې تودوخې درجې لوړېدل په ځینو ځایونو کې د سېلابونو او په ځینو سیمو کې په ځنګلونو کې د اور لګېدو لامل شوي دي.
په جنوبي امریکايي هېواد چېلې کې د برېښنايي بسونو یو شرکت په لومړي ځل د نړۍ په تر ټولو یخې لویې وچې (براعظم) انټارکټېکا کې د برقي بسونو خدمات پیلوي. هغه کمپني وايي چې له دې کار سره به هغه خلک اسانتیاوې ترلاسه کړي چې د هغې سړې سیمې سیل یا هلته د څېړنو لپاره تګ غواړي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
نور وښیئ