نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته د سیند پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو د خبریالۍ ترڅنګ د پښتنو پر ژوند او ستونزو هم راپورونه او خپرونې جوړوي.
د امریکا، اسراییلو او ایران ترمینځ روانې جګړې د سیند او بلوچستتان په ساحلي سیمو کې د مېشتو زرګونو کب نیوونکو کار او ژوند هم سخت اغېزمن کړی دی. د کراچۍ، ګوادر، اورماړې او نورو سیمو کب نیوونکي وايي، د جګړې له وجې چارواکي اجازه نه ورکوي چې په ژور سمندرګي کې ماهیان ونیسي. ویډیويي رپورټ.
د پاکستان د تر ټولو لوی ښار کراچۍ اوسېدونکي وايي، د کثافتونو زیاتوالي او د هوا ککړتیا یې ژوند سخت اغېزمن کړی دی. دوی وايي، کوڅې، سړکونه او استوګنیزې سیمې له ناولتوب (کچرې) او ناپاکو اوبو ډکې دي. ویډيويي رپورټ.
په ۲۰۲۲ز کال کې سېلابونو په سیند کې د لکونو وګړو کورونه ړنګ کړل او هغوی یې د بېکورۍ ژوند تېرولو ته اړ ایستل. وروسته صوبايي حکومت د نړیوالو ادارو په مرسته بې وزله خلکو ته د یوې خونې کورونه جوړول پیل کړل خو لا هم د زرګونه کورنیو ژوند عادي شوی نه دی او له یو لړ ستونزو سره لاس و ګرېوان دي. ویډيویي رپورټ
په خلیج او منځني ختیځ کې د روانې جګړې او کړکېچ له وجې د انرژیو بیو لوړېدو په کراچۍ کې د مرمرو د کارخونو چارې زښتې اغېزمنې کړې دي. د کراچۍ په منګوپیر کې د مرمرو (ماربلو) تر ۵۰۰ زیاتې وړې او لویې کارخونې دي چې پکې شاوخوا ۲۰۰،۰۰۰ تنه کار کوي. ویډيويي رپورټ.
د علي وزير وکيل امداد حيدر سولنګي مشال راډيو ته وویل چې پولیسو وزیر د مارچ پر ۱۹مه د نوشهرو فېروز د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړ.
د ۲۰۲۵ز کال له اکتوبر راهیسې د پاکستان او افغانستان ترمينځ د سوداګریزو لارو د تړل کېدو له وجې د افغان ټرانزیټ سوداګرۍ نیږدې ۱۰،۰۰۰ کانټینرونه دکراچۍ په بندر کې بند پاتې دي.
په سیند کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو غړي عادل شاه مشال راډیو ته ویلي چې علي وزیر د شپې ناوخته هغه مهال ونیول شو چې نوموړی د یو ملګري په کور کې د روژه ماتي په مېلمستیا کې شریک وو.
په پاکستان کې دا مهال د سرو زرو د یوې تولې بیه نېږدې ۵۵۰،۰۰۰ روپۍ ته رسېدلې ده. د اقتصادي چارو پوهان وايي که د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې روان سیاسي او اقتصادي کړکېچونه او شخړې پای ته ورسېږي، نو امکان شته چې د سرو زرو بیه یو څه کمې شي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
د سیند های کورټ د حیدراباد څانګې پر جسټس ارباب علي او جسټس ریاضت علي ساحر مشتملې دوه کسیزې جرګګۍ د مارچ پر ۱۰مه د علي وزیر پر درخواست اورېدنه وکړه او د هغه د وکیل د دلایلو تر اورېدو وروسته یې د علي وزیر ضمانت منظور کړ او د هغه د خوشې کېدو امر یې وکړ.
په کراچۍ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، پښتونخوا نيشنل عوامي ګوند ،عوامي نيشنل ګوند مشران، وکيلان او د بشري حقونو فعالان وايي چې پولیس دا پښتانه تر نیولو وروسته تر څو ورځو په تاڼو او ځانګړو کيمپونو کې ساتل کېږي.
ښځې وايي هغه سکوټرونه به یې ژوند اسانه کړي
کراچۍ کې ښځو د لاريون په کولو سره بنيادي بشري حقونه وغوښتل
د پښتون ژغورنې غورځنګ د یو مخکښ او د پاکستان د قامي اسمبلۍ پخواني غړي علي وزیر وکیل وايي، د سیند های کورټ دوه کسیزه جرګګۍ د مارچ پر ۱۰مه ځینو مهمو اړونده چارواکو ته په عدالت کې د حاضرېدو امر کړی دی.
د پاکستان په کراچۍ کې د امریکا کونسلګرۍ مخې ته په احتجاج کې لږترلږه نهه تنه وژل شوي دي. دا مظاهرې له هغه وروسته شوي چې د امریکا او اسراییل له خوا پر ایران د روانو بریدونو په ترڅ کې د دې هیواد ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنايي د وژنې پخلی وشو.
د روژې له راتګ سره د کراچۍ د خورما (کجورو) په بازار کې ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده. د لي مارکېټ له بازاره نه یوازې د ښار اوسېدونکي خورما اخلي، بلکې ورڅخه د پاکستان نورو برخو ته هم لېږدول کېږي. پېرودونکي یا ګاهکان وايي، سږ کال د خورما بیې لوړې دي. ویډیويي رپورټ.
د سیند حکومت په کراچۍ کې د یوې درې منزله ودانۍ نړېدو پېښې د پلټنو لپاره کمېټي جوړه کړې چې په اووه ورځو کې به خپل راپور وړاندې کوي. چارواکي وايي، د فبرورۍ پر ۱۹مه سهار وختي د ګیس جمع کېدو له کبله چاودنې درې منزله وداني ونړوله. ویډیويي رپورټ.
د عوامي نیشنل ګوند مشر سېنېټر اېمل ولي خان یو ځل بیا د پاکستان او خیبر پښتونخوا پر حکومتونو او امنیتي چارواکو غږ کړی چې په تیرا کې دې د عملیاتو له پرېکړې په شا شي. د پاکستان او خیبر پښتونخوا لا د اېمل ولي خان د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي. ویډيويي رپورټ.
د کراچۍ په صدر سیمه کې په یوه کاروباري پلازه کې د اورلګېدنې په پېښه کې لږ تر لږه ۶ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۲ ټپیان شوي دي۔ چارواکي وېره لري چې ښايي ځینې نور کسان لا هم په ودانۍ کې بند پاتې وي. کاروباریان وايي چې شاوخوا ۱،۲۰۰ دوکانونه بشپړه سوځېدلي دي. نور حال د نیاز علي خان په ويډیو
د پاکستان د هندوانو شورا (پاکستان هندو کونسل) د پخوا په څېر سږ کال هم په کراچۍ کې د ۷۵ هندوو جوړو ډله ییز ودونه کړي دي. د جنورۍ پر ۱۱مه واده ته ګڼ خلک ورغلي ول. د هندو کونسل مشران وايي، له تېرو ۱۹ کلونو راهیسې هر کال د بې وزله هندوانو د ودونو ټول لګښت پرې کوي او د اجتماعي واده غونډه جوړوي.
نور وښیئ