د لاسرسي ځای

تازه خبر

له کراچۍ وطن ته روان کډوال کورونه نړوي او کډې باروي


له کراچۍ وطن ته روان کډوال کورونه نړوي او کډې باروي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:34 0:00

د سیند په سرښار کراچۍ کې له تېرو څو لسیزو مېشت افغان کډوال وايي په وطن کې کورونه نه لري او په کراچۍ کې هغه کورونه پخپله ورانوي چې مېلیونونه روپۍ یې پرې لګولې دي. دوی وايي پاخه کورونه یې جوړ کړي ول او داسې تمه یې نه درلوده چې پاکستان به یې وطن ته تلو ته مجبوروي. د پاکستان حکومت د سېپټېمبر له پیله د افغان کډوالو جبري ستنول پیل کړي دي. تر دې وړاندې په اګست میاشت کې یې افغان کډوالو ته امر کړی وو چې له پاکستانه دې په خپله خوښه وطن ته ستانه شي کنه نو په سېپټېمبر کې به یې په جبري ډول ولېږی. د هغه مهلت له ختمېدو وروسته د پاکستان له نږدې ټولو صوبو نه افغانستانه ته د کډوالو کډې روانې دي. له کراچۍ د مشال راډیو د خبریال راپور وګورئ.

XS
SM
MD
LG