له کراچۍ وطن ته روان افغان کډوال وايي په نیمه بیه د کور سامانونه خرڅوي
د سیند په مرکز کراچۍ کې افغان کډوال له تېرو څو لسیزو راهیسې اباد دي. دوی وايي، اوس په دې پوه شوي چې د پاکستان حکومت ورته نور مهلت نه ورکوي او خامخا یې وباسي نو ځکه د کور اوزار په نیمه بیه خرڅوي او افغانستان ته روان دي. د کډوالو مشرانو د سېپټېمبر پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل، د ستنېدونکو شمېر دومره زیات دی چې ورته د کډو کولو لپاره لارۍ نه پیدا کېږي او که پیدا هم شي نو په ډېره ګرانه بیه ورته تمامېږی. د پاکستان حکومت د سېپټېمبر له پیله د افغان کډوالو جبري ستنول پیل کړي دی. تر دې وړاندې په اګست میاشت کې یې افغان کډوالو ته امر کړی وو چې له پاکستانه دې په خپله خوښه وطن ته ستانه شي کنه نو په سېپټېمبر کې به یې په جبري ډول ولېږی. د هغه مهلت له ختمېدو وروسته د پاکستان له نږدې ټولو صوبو نه افغانستانه ته د کډوالو کډې روانې دي. له کراچۍ د مشال راډیو د خبریال راپور وګورئ.