د جمیعت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان یو وارې بیا د پاکستان پر حکومت غږ کړی دی چې د وسلوالو پر ضد د عملیاتو پر ځای دې له هغوی سره خبرې وکړي.
نوموړي دا څرګندونې د سېپټېمبر پر ۱۸مه په کراچۍ کې د خپل ګوند یوې جلسې ته د وینا پر مهال کړې دي.
مولانا فضل الرحمان جلسې ته د وینا پر مهال وویل، "زه ریاست ته وایم چې مسله دې په مذاکراتو او خبرو اترو هواره کړي. زما په خیال د وسلوالو خلاف تر پوځي عملیاتو، له هغوی سره مذاکرات زیات ګټور دي."
مولانا فضل الرحمان چې په کراچۍ کې یې د امن مارچ په نوم غونډې ته وینا کوله دا یې هم وویل چې هغه پر وسلوالو غږ کوي چې د سولې لاره دې خپله کړي. هغه وویل، "دا د منلو وړ نه ده چې ته غره ته وخېژې، وسله په لاس کې واخلې، خلک ووژنې او بیا دې ته د جهاد نوم ورکړې."
نوموړي دا هم وویل چې که وسلوال د ریاست په وړاندې د متوازي ریاست په توګه ودرېږي نو دا هغه ته د منلو وړ نه ده او د سولې ټولې خبرې باید د پاکستان د ایین په رڼا کې وشي.
په پاکستان کې تحریک طالبان او ځینې نورې وسلوالې ډلې د ریاست خلاف جنګېږي. دوی د شمالي او جنوبي وزیرستان ترڅنګ د خیبر پښتونخوا په نورو قبایلي ضلعو کې هم وخت په وخت د پوځ، پولیسو او ملېشه ځواکونو خلاف بریدونه کوي. پاکستان دا تورونه هم لګوي چې د تحریک طالبان پاکستان وسلوال په افغانستان کې هم موجود دي او له هغه ځایه د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره وخت په وخت پاکستان ته اوړي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت تل دا ډول تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې خپله خاوره د چا پرضد استعمالېدو ته نه پرېږدي.
تر مولانا فضل الرحمان وړاندې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشرانو هم ویلي وو چې په خیبر پښتونخوا کې د پوځي عملیاتو په حق کې نه دي او له وسلوالو ډلو سره مذاکرات کول غواړي.
خو بل پلو همدا اوس د خیبر پښتونخوا په شمالي او جنوبي وزیرستان، باجوړ، خیبر او ځینو نورو سیمو کې د وسلوالو خلاف د پاکستان د پوځ عملیات روان دي.