د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې پښتنو د خپلو یو شمېر ستونزو هواري لپاره جرګه کړې ده


په کراچۍ کې پښتنو د خپلو یو شمېر ستونزو هواري لپاره جرګه کړې ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:56 0:00

په کراچۍ کې د ميشتو پښتنو ګڼو مشرانو د سیند له حکومت او پوليسو غوښتنه کړې ده چې د دوی په سيمو کې د نشي موادو خرڅلاو ، استعال، غلا ګانو او نورو جرمونه د مخنيوي لپاره دې عملي ګامونه واخلي. دوی دا غوښتنه د نومبر پر ۱۶مه د کراچۍ د سهراب ګوټ په جنجال کوټ سيمه کې د یوې لويې جرګې پرمهال کړې ده. د جرګې مشران وايي د کراچۍ په پښتون مېشتو سېمو کې د نشي موادو کارول زيات شوي دي، غلاګانې او نورجرمونه هم ډېر شوي دي. د دوی په وینا د دې تر ټولو زیات اغېز پر ماشومان کېږي.

XS
SM
MD
LG