احتجاجیان: حکومت کراچۍ کې تر ۴۰۰ زیاتې چایخانې تړلې دي
په کراچۍ کې د چایخانو ګڼو مالکانو او کارکوونکو د خبریالانو مرکز مخې ته احتجاج کړی دی او وايي، د سیند حکومت په تېره څه باندې یوه اونۍ کې د ناقانونه ودانیو جوړولو یا تجاوزاتو په نوم تر ۴۰۰ زیاتې چایخانې تړلې دي. دوی ګواښ وکړ چې که حکومت ورته د کاروبارونو بحالولو اجازه ور نه کړه نو پرلت وهي. د سیند حکومت وايي، د تجاوزاتو پرضد عملیات یوازې د چایخانو پر ضد نه دي بلکې نور ناقانونه دوکانونه، غرفې (سټالونه) او مارکېټونه هم تړي. حکومت وايي، د ناقانونه ودانیو ختمول یې دنده ده. په همدې حال کې د حکومتي چارواکو او چایخانو مالکانو ترمینځ خبرې هم روانې دي. په کراچۍ کې زیاتره چایخانې د پښتنو دي. ویډيويي رپورټ.