د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې نرښځیانو مظاهره وکړه


په کراچۍ کې نرښځیانو مظاهره وکړه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:24 0:00

په کراچۍ کې نرښځیانو د احتجاج په کولو له حکومته غوښتنه کړې ده چې د هغوی د وژنو او پر هغوی د تشدد او زور زیاتي مخه دې ونیسي. د سېپټېمبر پر ۲۴مه په ترسره شوې دې مظاهره کې په زیات شمېر کې نرښځیانو ګډون وکړو. همدارنګه مدني فعالانو، خبریالانو او د ټولنې د نورو برخو سره تعلق لرونکو خلکو هم د هغوی خبره بدرګه کوله. په مظاهره کې له حکومته دا غوښتنه هم وشوه چې د وژلو شویو نرښځیانو قاتلان دې ونیول شي. دا په داسې حال کې ده چې د سېپټېمبر پر ۲۱مه د کراچۍ په ملیر سیمه کې درې نرښځیان په ډزو ویشتل شوي ول. د ملیر د پولیسو مشر اېس اېس پي عبدالخالق پیرزاده وايي د پېښې مقدمه درج شوې او پلټنې یې روانې دي. له کراچۍ د مشال راډیو خبریال راپور لري.

XS
SM
MD
LG