نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو رپورټونه جوړوي.
د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې روان کال د پولیو تر ټولو زیاتې، یعنې ۱۶ پېښې، په بلوچستان کې ثبت شوې دي. د ادارې په خبره، چې له دې پرته د ګوزڼ ۱۰ پېښې په سیند، په خیبر پښتونخوا کې څلور او په پنجاب او اسلام اباد کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.
بلوڅې د اکتوبر پر اوومه په خپله اېکس پاڼه لیکلي دي چې نیویارک ته یې سفر کاوه ترڅو د ټایم مجلې لخوا په یوه نړیواله غونډه کې برخه واخلي، چېرته چې هغې د بشري حقونو په اړه سوله ییزې مبارزې لپاره بلنه ترلاسه کړې وه، خو چارواکو څلور ساعته په هوايي ډګر کې ودروله او د سفر اجازه یې ور نه کړه.
د کراچۍ په اېکسپو سېنټر کې د اکتوبر له څلورمې څخه تر شپږمې د خورما (کجورو) درې ورځنی نړیوال نندارتون جوړ شوی وو. په نندارتون کې د خیبر پښتونخوا سوداګرو او کروندګرو هم ګډون کړی وو.
په کراچۍ کې پر چينايي انجنیرانو ځانمرګی برید کې د چينايي انجنیرانو پر وژل کېدو سربیره، ګڼ ګاډي سوځېدلي او پراخ ويجاړی شوی دی. د اکتوبر پر شپږمه، د جناح نړيوال هواييډګر سره نیږدې د شپې شوې دې
د پي ټي اېم د بر جنوبي وزیرستان د سره روغې سیمې مشر شېر زاده مسید د اکتوبر پر دويمه مشال راډيو ته وويل چې پوليسو په ډېره اسماعيل خان کې د غورځنګ د يو مخکښ فعال عالمزېب مسید پر کور چاپه وهلې او هغه يې له ځان سره بیولی دی.
د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې روان کال د پولیو تر ټولو زیاتې، یعنې ۱۵ پېښې، په بلوچستان کې ثبت شوې دي. د ادارې په خبره، چې له دې پرته د ګوزڼ اووه پېښې په سیند، په خیبر پښتونخوا کې دوه او په پنجاب او اسلام اباد کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.
حزب الله د مشر وژنه: پاکستان کې مظاهرو پر مهال اخ و ډب، یوشمېر ژوبل
سازمانونو د سېپټېمبر پر ۲۱مه په کراچۍ پریس کلب کې د خبري غونډې پر مهال له حکومته غوښتنه وکړه چې د ډاکتر شاهنواز د وژنې پلټنو لپاره دې د سیند های کورټ د یو قاضي په مشرۍ عدالتي کمېشن جوړ کړي.
د پاکستان د سیند صوبې په عمر کوټ سيمه کې سلګونو ځايي خلکو او مدني فعالانو د مذهب د سپکاوي په مقدمه کې د تورن ډاکتر شاهنواز د وژنې پرضد احتجاجي مظاهره کړې ده. د سېپټېمبر پر ۲۵مه په هغه مظاهره کې د مسلمانانو ترڅنګ هندوانو هم برخه واخیسته. ويډيو رپورټ
د عوامي نیشنل ګوند مشر اېمل ولي خان په خپلو خبرو کې وویل چې د پاکستان تحریک انصاف بنسټګر عمران خان چې کله وزیراعظم وو نو له افغانستانه یې په "زرګونو وسلوال" پاکستان ته وروستل.
عوامي نېشنل ګوند (اې اېن پي) په کراچۍ کې د سېپټېمبر پر ۲۲مه د پښتنو کلتوري ورځې په مناسبت غونډه وکړه. د ښار په سي ویو سیمه کې د سمندر په غاړه دې غونډه کې په کراچۍ کې مېشت ګڼو پښتنو ګډون وکړ اواتڼ وکړ.ویډیویي رپورټ
حکومت د پېښې د پلټنو لپاره د پولیسو افسرانو څلور کسیزه کمېټه جوړه کړې ده، چې په اووه ورځو کې به پلټنې کوي. د سیند صوبې د کورنیو چارو وزیر ضیاالحسن لنجار په اسمبلۍ کې وویل چې د پولیسو په بند کې د ډاکټر شاهنواز وژنه په هېڅ صورت د منلو وړ نه ده او د پلټنیزې کمېټې سپارښتنې به عملي کوي.
نوموړي د سېپټېمبر پر ۱۹مه، په کراچۍ کې له کډوالو سره د لیدو پر مهال په وینا کې وویل چې په دې اړه د اسلام اباد تګلاره نه بدلېږي. "اوس هم زموږ د حکومت دا پالیسي ده چې دلته کوم کډوال په ناقانونه توګه اوسي، باید خپل هېواد ته ولاړ شي. موږ د ناقانونه کډوالو د ایستلو بهیر پر مخ وړو."
د عمرکوټ انتظامي مشر نوید لاړک مشال راډیو ته وویل چې د ښار اوسېدونکو په ځايي هدیره کې د ډاکتر شاهنواز د ښخولو اجازه ور نه کړه چې تر هغې وروسته یې پلار پر خپله شخصي ځمکه خاورو ته وسپاره.
د پاکستان د سیند اسمبلۍ په وروستيو کې د بې اسناده کډوالو د ایستلو لپاره یو تحریک منظور کړی وو. دکراچۍ په افغان کېمپ کې مېشت افغان کډوال وايي هغې پرېکړې يوځل بيا اندېښمن کړي دي.
امریکايي سفیر او د پاکستان د بهرنیو چارو پر داسې مهال له یو بل سره لیدلي دي چې د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي د اګست پر ۲۷مه په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو له یو پلاوي سره په ملاقات کې ویلي ول چې "ډېر ژر به د بې اسناده افغانانو" د ستنولو دویمه لړۍ پیل کړي.
د اګست ۳۰مې په لاریون کې د بې درکه بلوڅانو، سنديانو او نورو خلکو د کورنيو غړو او بشري حقونو فعالانو برخه اخيستې وه. لاريون د کلفټن له تين تلوار څخه تر پريس کلبه پورې وشو، چې پکې ګډونوالو د خپلو ورک شويو خپلوانو د خوشې کولو غوښتنې وکړې.
د اېن ډي اېم مخکښ او فعال عمر شیراني د اګست پر ۲۶مه د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې وسلوالو په ډزو وواژه. تر اوسه کومې ډلې د نوموړي د وژنې ذمه واري نه ده منلې.
پر دې مهال په زياترو لويو او وړو ښارونو کې دوکانونه او مارکېټونه د احتجاج په توګه تړل شوي دي.
نور وښیئ