د کراچۍ د ملیر ضلعې د پوليسو مشر ويلي چې د ميمڼ ګوټ تاڼې په سيمه کې په يوه ميدان کې د درې نرښځیانو مړي موندل شوي دي.
عبدالخالق پیرزاده د سېپټېمبر پر ۲۱مه مشال رېډيو ته وويل چې درې واړه نرښځيان په ګولیو (مرمیو) په سر، سينه او لاسونو ويشتل شوي دي.
هغه زیاته کړه چې مړي يې د قانوني کارروايۍ لپاره جناح سرکاري روغتون ته لېږدولي او په دې اړه يې پلټنې پیل کړې دي.
پیرزاده وويل چې تراوسه د وژل شویو نرښځیانو پيژندګلوي نه ده شوې او دوی د پېښې په ځای کې تش کارتوس (کوکې) موندلي دي.
د نرښځیانو د وژنو په تور کسان نيول شوي دي خو تر اوسه پورې هېچا ته سزا نه ده ورکړل شوېبندیا رانا
پوليس وايي چې له جامو، وېښتانو او بدني جوړښت څخه ښکاري چې وژل شوي درې واړه نر ښځیان دي.
په کراچۍ کې د نرښځیانو د خونديتوب لپاره د فعالې ټولنې يوې مشرې بنديا رانا د سېپټېمبر پر ۲۱مه مشال راډيو ته وويل چې په کراچۍ او د هېواد په نورو برخو کې د دوی کسان په بيا بيا وژل کېږي.
د دې په وينا، په دې وروستیو کې په کراچۍ، پنجاب او پېښور کې هم ګڼ شمېر نرښځیان وژل شوي دي.
هغې زياته کړه چې پخوا هم د نرښځیانو د وژنو په تور کسان نيول شوي دي خو په خبره يې، تر اوسه پورې هېچا ته سزا نه ده ورکړل شوې او همدا وجه ده چې نرښځیان په بیا بیا په نښه کېږي.
د سيند اعلا وزیر سيد مراد علي شاه د پېښې نوټس اخیستی دی او پولیسو ته يې په وژنو کې د ککړو کسانو د ژر نيولو امر کړی دی.
اعلا وزیر په یو بیان کې ويلي چې د نرښځیانو قاتلان دې په هر صورت ونيول شي او ورته دې رپورټ وړاندې کړل شي.
مراد علی شاه زیاته کړې چې نرښځیان د ټولنې هغه مظلومه طبقه ده چې باید عزت او درناوی يې وشي.
تر دې مخکې د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې يوشمېر نرښځيان وژل شوي چې پرضد يې هغوی او د حقونو فعالانو په وار وار احتجاجونه کړي دي.