د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیسو په کراچۍ کې پر چینايي وګړو په برید کې د ککړو ۳ مشکوکو وسلوالو د وژلو دعوه کړې


په کراچۍ کې پولیس د هغې کارخانې مخې ته پهره کوي چې پکې یو کس دوه چینايي وګړي ویشتلي ول - د ۲۰۲۴ز کال د نومبر پینځمې انځور.
په کراچۍ کې پولیس د هغې کارخانې مخې ته پهره کوي چې پکې یو کس دوه چینايي وګړي ویشتلي ول - د ۲۰۲۴ز کال د نومبر پینځمې انځور.

په کراچۍ د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (کاونټر ټېررېزم ډېپارټمنټ یا سي ټي ډي) د ښار په منګوپیر سیمه کې د عملیاتو پر مهال تېر کال پر "چینايي وګړو په حمله" او نورو پېښو کې د ښکېلو درې مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده.

د سي ټي ډي یو افسر راجا عمر خطاب د جولای پر ۲۸مه د کراچۍ سېول روغتون مخې ته خبریالانو ته وویل، پولیسو په منګوپیر کې د مشکوکو وسلوالو د موجودګۍ اطلاع ترلاسه کړې وه او چې سرتېرو چاپه وهله نو هلته یې نښته وشوه چې پکې "د زعفران، قدرت الله او مطیع الله په نومونو درېواړه وسلوال ووژل" شول.

نوموړي دعوه وکړه چې درېواړه د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) غړي ول، خو هغې وسلوالې ډلې لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د خطاب په وینا، حکومت د زعفران پر سر د دوه کروړه روپیو انعام اعلان کړی وو.

ده وویل، زعفران د ۲۰۲۴ز کال په نومبر کې د کراچۍ په سایټ سیمه کې د رخت په کارخانه کې پر چینايي وګړو د برید اصلي طراح یا پلان جوړوونکی وو.

د پولیسو هغه چارواکي وويل، زعفران د شریف الله په نوم "بریدګر په کارخانه کې د ساتونکي" په توګه ګومارلی وو، وسله یې ورکړې وه او تر حملې وروسته یې افغانستان ته د هغه د تېښتې بندوبست کړی وو. په هغه حمله کې، چې ذمه واري یې چا نه وه منلې، دوه چینایان سخت ژوبل شوي ول.

راجا عمر خطاب دعوه وکړه چې هغه وسلوال په کراچۍ کې د پولیسو پر دفتر هم په برید کې ښکېل ول.

ده زیاته کړه چې پولیسو د عملیاتو پر مهال له هغه ځایه لاسي بمونه، په ځانمرګو حملو کې کارېدونکي واسکټونه او یوه کتابچه ترلاسه کړې چې پکې د بېلابېلو اهدافو په اړه معلومات لیکل شوي ول.

په کراچۍ کې تر دې مخکې هم پر چینايي وګړو بریدونه شوي دي. د ۲۰۲۴ز کال په اکتوبر کې د کراچۍ له جناح هوايي ډګر سره د چينايانو پر ګاډي ځانمرګی برید شوی وو چې پکې دوه چينايي انجينران وژل شوي او يو چينايي او اته پاکستانيان ژوبل شوي ول.

پر چينايانو بريدونه د چين - پاکستان اقتصادي لارې (سيپېک) پر پروژو د کار له پیلېدو راهیسې زیات شوي دي او د زیاتره حملو مسوولیت بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) منلی دی.

د سیپیک پروژې رسماً د ۲۰۱۵ز کال په اپرېل میاشت کې پیل شوې وې. د هغو پروژو موافقه د چین ولسمشر شي جېنپېنګ او د پاکستان د هغه وخت وزیراعظم میا محمد نواز شریف په اسلام اباد کې لاسلیک کړې وه.

هغه پروژې په اصل کې د چین د "یو کمربند، یوه لار" نوښت برخه دي چې هدف یې د اسیا، اروپا، او افریقا ترمینځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو وده ده. سیپیک د چین د شېنجيانګ (سېنکیانګ)ولایت له کاشغر ښار څخه د پاکستان تر ګوادر بندره پورې ۳،۰۰۰ کېلومیټره اوږد دهلېز دی، چې د سړکونو، اورګاډي پټلۍ، او انرژۍ پروژو پراختیا پکې شامله ده.

بلوڅ ملتپالان اندېښمن دي چې هغه پروژې د ځایي خلکو ګټې نه خوندي کوي. ځینې سیاسي ګوندونه هم د پروژو د شفافیت په اړه پوښتنې پورته کوي. په نړیواله کچه، هند د سیپیک پر هغو پروژو انتقاد کوي چې په لانجمنه سیمه کشمیر کې عملي کېږي.

له کراچۍ پرته په بلوچستان او د پاکستان په نورو برخو کې هم د سیپیک پروژو پر کارکوونکو بریدونه کېږي. د پاکستان حکومت په وار وار ويلي چې د چينايي پروژو او وګړو امنیت ته ژمن دی.


XS
SM
MD
LG