فرهاد شینواری په خیبر کې د مشال راډیو خبریال دی او د هم هغې سیمې پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو خبریالي کوي.
په تورخم کې د کسټم کلیرېنګ ايجنټانو ټولنې معراج الدین د فبرورۍ پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل چې که د پاکستان حکومت لارې خلاصې نه کړې نو دوی به په احتجاج لاس پورې کړي.
د باړې سیاسي اتحاد غړو عطاالله اپریدي او هاشم خان اپریدي هم مشال راډیو ته د دې پیښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې دا عام وګړي وو او د پوځ په مارټر توغندي لګېدلي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، پاکستان او ایران د روان کال له پیل راهیسې شاوخوا ۱۵۰،۰۰۰ افغانان هېواد ته لېږدولي دي. پاکستان او ایران وايي، د ټولو افغانانو ایستلو ته ژمن دي او دا کار د خپل ملي امنیت په ګټه بولي. نور په راپور کې.
د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر سهېل اپرېدي یو ځل بیا ویلي دي چې د خیبر له تیرا څخه خلک د پوځ په امر او "په زور" له خپلو کورونو ایستل شوي دي چې امنیتي ځواکونه هلته د وسلوالو پر وړاندې عملیات وکړي. نوموړي د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه د جمرود په لوبغالي کې ولسي غونډې ته وویل
اعلاوزیر تور پوري کړ چې په صوبه کې د ناامنۍ لامل د هغو "اقداماتو او بهرني سازش برخه"وه چې له مخې یې د ۲۰۲۲م کال په اپرېل کې د تحریک انصاف د بنسټګر عمران خان حکومت نسکور شو.
هغه وویل، "دا کوم پوځي عملیات چې روان دي، زه یې نه پرون ملګری وم، نه یې نن ملګری یم او نه به یې سبا ملګرتیا وکړم. دا نن چې کوم عملیات روان دي، دا د ټوپک په زور روان دي او د بندو کمرو پرېکړې پر موږ مسلط کوي."
په خیبر پښتونخوا کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې اداره (پي ټي ډي اېم اې) وايي، د خیبر له تیرا څخه د خلکو د وتلو بهیر چټک شوی دی. د هغې ادارې چارواکو د جنورۍ پر ۱۰مه مشال راډيو ته وویل، د کډوالو د نوملیکنې لپاره یې په پیندي چینه کې مرکز پرانیستی دی. تفصیل په دې رپورټ کې.
د خیبر ضلعې د پولیسو یوه افسر د خپل نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته د د عبدالرازق اپرېدي پر کور د شوي برید پخلی وکړ خو زیاته یې کړه چې په تیرا کې د موبایل ټلیفون شبکې نه شتون له کبله ورته پوره معلومات نشته.
د پاکستان پیپلز ګوند مخکښ او ګورنر فیصل کریم کونډي د ډېسېمبر پر ۲۸مه، په اسلام اباد کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې که تحريک انصاف د پوځ او پوځي عملياتو په مخالفت کې خبرې کوي، نو د ده په وینا، "دا د امنيتي ځواکونو پر نفسیاتو خراب تاثیر کوي."
دا په داسې حال کې ده چې د تیرا ځايي قبایلي مشرانو د ډېسېمبر پر ۱۲مه مشال راډیو ته ویلي وو چې د اپرېدیو د ټولو خېلونو او ټبرونو د مشرانو او استازو ۲۴ کسیزې کمېټۍ د ډېسېمبر پر ۱۱مه هلته د پاکستاني پوځ ۲۷م برېګېډ له افسرانو سره په مشروط ډول پر دې سلا کړې چې د لنډې مودې لپاره به خپل کلي خالي کړي.
د کډوالو د شورا مشر عصمت الله توخي د ډېسېمبر پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل، انتظامي چارواکي او پولیس په پېښور، خیبر او خواوشا سیمو کې د افغانانو ابادیو ته ځي او ورته وايي چې ژر تر ژره دې له پاکستانه وځي.
د سیمې یو مشر ملک کمالدین اپرېدي د ډېسېمبر پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل چې د اپرېدیو د ټولو خېلونو او ټبرونو د مشرانو او استازو ۲۴ کسیزې کمېټۍ د ډېسېمبر پر ۱۱مه هلته د پاکستاني پوځ ۲۷م برېګېډ له افسرانو سره ولیدل.
اعلامیه وايي، د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي)، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې (یونېسېف) او د ملګرو ملتونو د نفوس یا ابادۍ چارو ادارې کنټینرونه به په پړاوونو کې افغانستان ته لېږدول کېږي.
هغوی د ډېسېمبر پر دویمه په لواړګي (لنډي کوتل) کې په غونډه کې وویل، د پاکستان او طالبانو حکومتي چارواکي دې کښېني، خپل اختلافات دې د خبرو له لارې هوار کړي او د سوداګرۍ پر مخ دې لارې نه تړي.
په خیبر کې د پاکستان ملېشې ځواک او پوځي چارواکو په تېرو یوشمېر جرګو کې پر ځایي ولس غږ کړی چې تیرا دره دې د لنډې مودې لپاره خالي کړي چې پکې "د وسلوالو پرضد موثره عملیات" وکړای شي.
په تورخم کې د سامان لېږدوونکو ګاډو ډرایورانو د نومبر پر ۲۵مه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې د ټرانسپورټ پر مخ د لارو تړل کېدو له امله په سلګونو ګاډي دواړو غاړو ته ولاړ پاتې دي چې له امله یې نه یوازې دوی له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي بلکې لوی مالي زیان يې کېږي.
نور وښیئ