د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبر پښتونخوا اعلا وزیر: پوځي کاروایانو کې ولس ځورېدلی نو ځکه د نورو عملیاتو حمایت نه شو کولای


د خيبر پښتونخوا اعلا وزیر منتخبېدو وروسته سهېل اپرېدي ولسي غونډې پیل کړې دي. پخوانی انځور
د خيبر پښتونخوا اعلا وزیر منتخبېدو وروسته سهېل اپرېدي ولسي غونډې پیل کړې دي. پخوانی انځور

د خيبر پښتونخوا اعلا وزیر د خيبر ضلعې په باړه کې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال ويلي چې د وسلوالو ضد په پوځي عملیاتو کې ولسي خلک ځپل شوي نو ځکه د نورو پوځي عملیاتو حمایت نه شي کولای.

د اکتوبر پر ۲۶مه شوې د دې غونډې انتظام پاکستان تحریک انصاف ګړی وو چې پکې سېنېټر پیر نورالحق قادري، صوبايي وزیر عدنان قادري، سېنېټر مرزا محمد اپرېدي او د صوبايي اسمبلي غړي عبدالغني اپرېدي په ګډون د تحریک انصاف ځايي مشرانو ګډون وکړ.

سهېل اپرېدی د اکتوبر پر ۱۳مه په خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د اکثريت رايو په اخیستو سره د هغې صوبې نوی اعلاوزير منتخب شوی وو، او د اکتوبر پر ۱۵مه يې د خپلې څوکی لوړه وکړه.

علا وزیر د خپلې دورې پر مهال د خيبر لپاره د هېڅ پرمختیايي منصوبې اعلان ونه کړ چې دده په خبره، له دې سره د دې غونډې ارزښت ختم شوی دی.
عبدالرازق اپرېدی

اعلا وزیر د سولې جرګې په نوم دې غونډې ته زیاتره خبرې په خيبر او قبايلي سيمو کې د وسلوالو ضد د شویو پوځي عملیاتو په اړه کړې دي.

نوموړي ويلي چې خلک د تېرو پوځي عملیاتو پر مهال ځپل شوي دي او باید بیا پوځي عملیات و نه شي.

هغه زیاته کړه: "موږ امن پاڅونونه وکړل او په ریاست مو غږ وکړ چې نوره قرباني نه شو ورکولای خو د دې باوجود په دې سیمه کې د یوه بل پوځي اپرېشن تیاري روانه ده. د جېټ جهازونو نه بمبارۍ کېږي. په تیرا کې د پاکستان د پوځ په یوه هوایي برید کې تر شلو نه زیات بې ګناه وګړي ووژل چې بیا چې کله د داسې پېښو پرضد احتجاج کوو نو راباندې امنیتي ځواکونه نیغ په نیغه ډزې کوي او مظاهره چیان مو په نښه کوي. نو موږ یو ځلې بیا څنګه قرباني ورکړو."

د خيبر پښتونخوا اعلا وزیر په ډاګه کړه چې هېڅ کله به داسې پوځي عملیاتو حمایت ونه کړي چې پکې يوه ولسي وګړي ته هم زیان رسېږي. البته هغه زیاته کړه چې د سولې لپاره به د پاکستان ملاتړ کوي او له امنیتي ځواکونو سره به اوږه په اوږه ولاړ وي خو البته په هېڅ صورت کې د عامو خلکو د وژنو حمایت نه شي کولای.

"دا ځل به د یو بې ګناه تن وژنه هم ونه منو او که بیا پوځ عام ولس په نښه کړل او بې ګناه تن یی وواژه نو د هغې حساب به غواړو او په زغرده به یی غواړو."

اعلا وزیر په خپله وینا کې د قبايلي سيمو په خيبر پښتونخوا کې د ورګډېدو پر وخت د شویو ژمنو ذکر هم وکړ. ده وویل چې هغه مهال ژمنه شوې وه چې قبايلي ضلعو ته به تر ۱۰ کالونو پورې هرکال ۱۰۰ اربه روپۍ ورکول کېږي خو د ده په خبره، شاوخوا ۶ کاله وشو خو دغه پیسې ورنکړل شوې.

د پاکستان پارلیمان د ۲۰۱۸ کال د مې په اخري اوونۍ کې یو شمیر قوانین منظور کړل. په دغو کې یو هم په ايين کې هغه ترمیم وو چې له مخې یې په قبایلي سیمو کې د اېف سی ار قانون ختم او دغه ځايونه په خیبر پښتونخوا صوبه کې شامل شول. هرې قبايلي ایجنسۍ ته د ضلعې حيثیت ورکړل شو.

قبايلي سيمو ته د کلنیو پیسو د ورکړې د ژمنې نه پوره کېدو په اړه وفاقي حکومتونو تل دا دریځ خپل کړی چې پیسې به د پاکستان هرې صوبې په ګډه ورکولې چې د دوی په وينا، سيند د پیسو له ورکولو انکار کړی دی نو ځکه قبايلي سيمو ته له ژمنې سره سم پیسې نه دې ورکړل شوې.

د سهېل اپرېدي د خيبر ضلعې د سفر په اړه د دې سيمې د عوامي نېشنل ګوند مشر عبدالرازق اپرېدي مشال رېډیو ته وويل چې اعلا وزیر د خپلې دورې پر مهال د خيبر لپاره د هېڅ پرمختیايي منصوبې اعلان ونه کړ چې دده په خبره، له دې سره د دې غونډې ارزښت ختم شوی دی.

د پاکستان وفاقي حکومت او پوځ د اعلا وزیر د تازه څرګندونو په اړه لا څه نه دې ويلي البته تر دې وړاندې يې تل ويلي چې سيمې ته د امنیت ورکولو ته ژمن دي او وسلوالو ته اجازه نه ورکوي چې حکومتي عملداري وننګوي. وفاقي حکومت او پوځ وايي چې په قبايلي ضلعو کې يې د امنیت راوستو لپاره هلته د مېشتو وسلوالو ضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

په پوځي عملیاتو کې د ولسي خلکو د وژنو په اړه هم حکومت دريځ لري چې هڅه کوي چې ولسي وګړیو ته زیان ونه رسېږي.

په دې وروستيو کې امنیتي ځواکونو په تېرو یوشمیر غونډو کې قامي او سیاسي مشرانو ته ویلي ول چې په تیرا کې یی د عامو خلکو په وژنه بخښنه غوښتې خو هلته پوځي عملیات اړین دي او باید ځایي اوسېدونکي د لنډې مودې لپاره خپل کورونه خالي کړي چې دوی د وسلوالو ضد اغېزناکه عملیات وکړای شي او دغه سیمه له وسلوالو پاکه کړي.

د تیرا ولس وایي چې هلته ۲۰۲۱ راهیسې وسلوال بیا فعاله شوي او د امنیتي ځواکونو او وسلوالو ترمينځ د نښتو کې عامو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه رسېږي.

په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د خيبر په ګډون د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني خورا زیاته شوې ده او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي.

XS
SM
MD
LG