د خیبر د تیرا او باړې ولسي او سیاسي مشران دعوه کوي، په سیمه کې حکومتي عملداري خورا کمزورې شوې او وسلوال په سیمه کې له خلکو عشر اخلي.
دوی داراز وايي، په سیمه کې د وسلوالو خلاف د پوځي کارروايۍ پر مهال د عامو ابادیو په نخښه کېدو هم ځايي ولس د وېرې ښکار کړی دی.
د باړې سیاسي اتحاد یو مشر واحد اپرېدي د نومبر پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل، هلته د وسلوالو فعالیت دومره زیات شوی چې په وینا یې، د حکومتي او امنیتي ادارو عملداري او واک ورځ تر بلې پر کمېدو دی.
دی وویل، په تیرا کې خو د "حکومت رټ (واک یا عملداري) مکمل ختم شوی" دی او د باړې په یوشمېر سیمو کې خلک خپلې مسلې د عدالتونو پر ځای وسلوالو "طالبانو" ته وړي او هغوی یې په "جرګو، مرکو" کې ورهواروي.
نوموړي وویل، که د خلکو زړه وي او که نه خو "طالبان" په تیرا کې په پراخه کچه پر فصلونو "له خلکو عشر" ټولوي.
واحد اپرېدي پوښتنه وکړه چې په یو سیمه کې د "طالبانو عدالتونه لګېدلي" وي او له خلکو عشر ټولېږي نو بیا څوک څنګه ویلای شي چې هلته ریاستي عملداري شته؟
د تیرا بر قمبرخېلو یو ځايي مشر نورنګ اپرېدي وویل، په وروستیو کې د وسلوالو او امنیتي ځواکونو ترمینځ په نښتو کې عام ولس ته ډېر ځاني او مالي زیان رسېدلی دی.
دی وايي، یو پلو د پوځ او وسلوالو دواړو له خوا عام ولس ځپل کېږي او بل پلو چې کله پوځ ګرځبندیز ولګوي نو بازارونه بند شي او په دوکانونو کې پراته تازه شیان خراب شي.
د خیبر قبایلي ضلعې مشران په داسې وخت کې اندېښنې څرګندوي چې د پاکستان امنیتي ادارو به وار وار ویلي چې د هغې ضلعې په ګډون ټولو سیمو کې وسلوالو ته د بیا فعالېدو اجازه نه ورکوي او پرضد یې هدفي عملیات کوي.
نورنګ اپرېدی وايي، امنیتي سرتېري دې د عملیاتو پر مهال د عام ولس له په نخښه کولو ډډه وکړي.
دی وايي، په عملیاتو کې وخت په وخت ولسي وګړي په نخښه کېږي. "بې شمېره کسان - ماشومان او مېرمنې - ټپیان شول. دا د سوشل میډیا (ټولنیزو شبکو) وخت دی، څه له چا پټ نه دي."
نوموړي وویل، خلک شپې مهال په دې وېره کې وي چې داسې نه چې د بې پیلوټه الوتکې برید ورباندې وشي او یا به د هاوان مرمۍ ورباندې پرېوځي.
دا لومړی ځل نه دی بلکې تر دې وړاندې هم د خیبر سیاسي او قبایلي مشرانو په خپلو سیمو کې د وسلوالو د فعالیت او د دوی په وینا، د "ریاستي خاموشۍ" پرضد غږ پورته کړی دی.
دوی په وار وار سیاسي غونډې، لاریونه او د امن پاڅون په نامه داسې پراخې ولسي غونډې کړې دي چې ګڼ ولسي وګړو پکې ګډون کړی دی.
ځايي قبایلي مشران وايي، وسلوالو په وروستیو کې ورسره ژمنه کړې وه چې له کلیو څخه به امنیتي ځواکونه نه په نخښه کوي.
د دوی په وینا، وسلوالو بیا د دې ژمنو سرغړونه کړې او پوځ هم د هغه په غبرګون کې د عام ولس رهایشي سیمې په نخښه کړې دي.
د خیبر ضلعې پولیس د سیمې د ولسي مشرانو دعوې ردوي. د پولیسو چارواکي وايي، د ضلعې په ټولو میداني سیمو کې د حکومت عملداري پر ځای ده او داسې وضعیت نه شته چې وسلوال به بیا په پراخ کچ په سیمه کې ځای پیدا کړي.
د ضلعي پولیسو ویاند ظهیر خان اپرېدي د نومبر پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل، په باړه او تیرا کې حکومتي عملداري او واک بحال دی.
دی وايي، د ضلعې د پولیسو مشر په سیمه کې "کلک امنیتي اقدامات" کړي او ځای په ځای کې ناکې لګولې دي.
دی زیاتوي چې د پوځ سرتېري د تیرا په غرییزو سیمو کې پروت دی او د وسلوالو ضد هدفي عملیاتو ته یې دوام ورکړی دی.
داراز، په خیبر کې د پاکستان ملېشې ځواک او پوځي چارواکو په تېرو یوشمېر جرګو کې پر ځایي ولس غږ کړی چې تیرا دره دې د لنډې مودې لپاره خالي کړي چې پکې "د وسلوالو پرضد موثره عملیات" وکړای شي.
خو ځايي ولس وايي، نور د بې کورۍ ژوند ته تیار نه دي او حکومت دې د دې مسلې د هواري لپاره پر څه متبادله لاره غور وکړي.
د خیبر ترڅنګ د صوبې په یوشمېر نورو برخو، او په ځانګړې توګه، په قبایلي ضلعو کې ولس د وسلوالو له فعالیته سر ټکوي او له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د هغوی د ژوند او مال ساتنې ذمه واري دې پوره کړي.
حکومت او پوځ دواړه په پرله پسې توګه وايي، د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی چې پر مهال یې د ولسي وګړو خوندیتوب ته پوره پام کوي او زیاتوي چې د سیمې امنیت ته ژمن دي.