د خیبر پښتونخوا وزیر اعلا وايي پوځ دې د ولسي خلکو نخښه کول پرېږدي.
محمد سهیل اپرېدي دا څرګندونې د نومبر په ۱۴مه ناوخته د پېښور په حیات اباد میډیکل کمپلېکس کې د هغو ژوبلو تنانو د پوښتنې او ډاډګېرنې پر مهال وکړې چې د نومبر پر ۱۳مه د شلوبر په ډونګه کلي کې په یو ډرون برید کې ژوبل شوي وو.
د سیمې د اوسېدونکو په وینا په هغه ډرون برید کې لږ تر لږه اته ولسي وګړي ژوبل شوي وو.
سهیل اپرېدي خبریالانو ته وویل، "دا د کوم ځای انسانیت دی چې هلته د واده محفل جوړ دی او ته پرې ډرون برید کوې؟ ژوبل شوي کسان ټول ولسي وګړي دي."
نوموړي دا هم وویل چې په وار وار یې پوځ ته ویلي چې په تیرا کې د ډرون، هیلي کاپټرو او جیټ الوتکو په بریدونو کې ولسي خلک په نخښه کېږي نو له دې کاره دې لاس واخلي. د پاکستان پوځ عموما د ډرون بریدونو په اړه څه نه وايي خو وخت په وخت یې ویلي دي چې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې یې د وسلوالو خلاف هدفي عملیات جاري ساتلي دي.
سهېل اپرېدي ژوبلو کسانو ته دلاسه ورکړه او هر ژوبل تن ته یې د ۲۵ لکو روپو معاوضې ورکولو اعلان هم وکړ.
د خیبر انتظامیې او پوځ لا د پېښې په اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ د خیبر ضلعې په تیرا کې د وسلوالو پرضد عملیات پیل کړي او ولسي وګړو ته یې ویلي چې خپل کلي خالي کړي خو خلکو لا هم کډې نه دي بار کړي.
په وروستيو کې د خيبر په ګډون د خيبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو او قبايلي سيمو کې پر ولسي وګړو او کورونو ډرون بريدونه او د هاوان مرميو (مارټر ګولو) بريدونه زيات شوي چې ځايي خلک یې تور د پاکستان پر پوځ پورې کوي او پکې اکثره ځايي خلکو ته مرګژوبله اوړي.
ځايي خلکو د هغو بريدونو پر ضد په وار وار احتجاجونه کړي دي.
د خيبر پښتونخوا اعلا وزیر سهېل اپرېدي تر دې وړاندې هم په وار وار ويلي دي چې د وسلوالو ضد په پوځي عملیاتو کې ولسي خلک ځپل شوي نو ځکه د نورو پوځي عملیاتو ملاتړ نه شي کولای.
بلخوا پوځ هم په وار وار ويلي چې د وسلوالو پر ضد د عملياتو پر مهال د ولسي وګړيو خونديتوب ته پام کوي.