د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د تورخم او چمن له لارو افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د لېږد اجازه ورکړې


په خیبر دره کې تورخم ته پر تلونکې لار لسګونه سامان لېږدوونکي ګاډي ولاړ دي - انځور له ارشیفه.
په خیبر دره کې تورخم ته پر تلونکې لار لسګونه سامان لېږدوونکي ګاډي ولاړ دي - انځور له ارشیفه.

پاکستان پر بشري اساس د تورخم او چمن له لارو افغانستان ته د ملګرو ملتونو د مرستو د لېږد اجازه ورکړې ده.

د پاکستان د سوداګرۍ چارو وزارت د ډېسېمبر پر لومړۍ یوه رسمي خبرتیا (نوټیفیکېشن) خپره کړې چې د ډېسېمبر پر څلورمه یې رسنیو ته استولې ده او پکې یې د ګټو وفاقي ادارې (فېډرل بورډ اف رېوېنیو) او د ټرانزېټ سوداګري عمومي ریاست ته امر کړی دی چې د ملګرو ملتونو درو ادارو ته دې د تورخم او چمن په لارو افغانستان ته د مرستو د لېږد اجازه ورکړي.

اعلامیه وايي، د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي)، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې (یونېسېف) او د ملګرو ملتونو د نفوس یا ابادۍ چارو ادارې کنټینرونه به په پړاوونو کې افغانستان ته لېږدول کېږي.

وزارت وايي، په لومړي پړاو کې د ډبلیو اېف ۶۷، د یونېسېف ۷۴ او د ملګرو ملتونو د نفوس چارو ادارې دوو کنټینرونو ته افغانستان ته د خوړو د لېږد اجازه ورکوي.

د خبرتیا له مخې، په دویم پړاو کې د دواګانو او طبي الاتو او په درېیم هغه کې د زدکوونکو او ښوونکو د درسي سامانونو د لېږد اجازه ورکوي.

وزارت زیاتوي، دا پرېکړه یې د انساني خواخوږۍ پر اساس کړې او ټول سامانونه د ټرانزېټ قوانینو له مخې افغانستان ته لېږدول کېږي چې ګمرکي او نورې دفتري چارې به یې ژر پیل شي.

په تورخم کې د پاکستان د کسټمز یا ګمرکي چارو ادارې یو چارواکي صدیق اکبر د ډېسېمبر پر څلورمه مشال راډیو ته وویل، د ملګرو ملتونو په بشري مرستو بار زیاتره ګاډي لا په کراچۍ کې ولاړ دي.

ده البته ټینګار وکړ چې تورخم لا د پاکستان او افغانستان ترمینځ د سوداګرۍ او د خلکو د تګ راتګ پر مخ تړلی پروت دی.

اسلام اباد دا اقدام تر هغې څو ورځې وروسته کړی چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د وزیراعظم مرستیال محمد اسحاق ډار د نومبر پر ۲۹مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې د ملګرو ملتونو په غوښتنه افغانستان ته د بشري مرستو رسولو لپاره د لارو پر پرانیستو کار کوي.

د طالبانو د حکومت غبرګون

په همدې حال کې د طالبانو حکومت ویلي دي چې له پاکستانه د "قوي" ډاډ تر ترلاسه کېدو پورې د سوداګرۍ او ټرانزېټ لپاره لارې نه پرانیزي.

د طالبانو حکومتي ویاند ذبیح الله مجاهد د ډېسېمبر پر څلورمه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې دا نه دي ویلي چې ایا د ملګرو ملتونو لاریو ته به افغانستان ته د اوښتو اجازه ورکوي او که نه، خو دعوه یې کړې چې اسلام اباد هغه لارې "د سیاسي او اقتصادي فشار د وسیلې په توګه" تړلې دي.

مجاهد په بیان کې زیاته کړې چې لارې یوازې هغه وخت بیا پرانیزي چې د طالبانو حکومت "قوي اطمینان" ترلاسه کړی چې هغه لارې به بیا "د سیاسي فشار، غیر قانونې استفادې او د ولسونو د ځورولو" لپاره نه تړل کېږي.

د ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمينځ تر نښتو وروسته د همهغې مياشتې له ۱۲مې نېټې راهيسې د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمينځ يوشمېر نورې لارې د تجارت پرمخ وتړل شوې.

له هغه وخت راهیسې په پاکستان کې حکومت مخالفه ګوندونو، فعالانو، ټرانسپورټرانو او سوداګرو په بیا بیا له اسلام اباده وغوښتل چې له افغانستان سره دې سوداګري بیا پیل کړي.

د سوداګرو او ټرانسپورټرانو غوښتنې

په شمالي وزیرستان کې د ایسارو لاریو ډرېورانو له حکومته غوښتي دي چې ورته دې افغانستان ته د اوښتو اجازه ورکړي.

دوی د ډېسېمبر پر درېیمه د میرامشا پرېس کلب مخې ته خبریالانو ته وویل چې د غلام خان پولې بندېدو ډېر مالي تاوان ور په برخه کړی دی.

د افغان ډرېورانو یو مشر نېک بادشاه ځدراڼ خبریالانو ته وویل، سخت تاواني شوی دی او ویزه، پاسپورټ او ټول قانوني اسناد لري نو ځکه دې یې چارواکي هېواد ته ستنېدو ته پرېږدي.

د شمالي وزیرستان انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) محمد یوسف کریم او د غلام خان تحصیلدار عزیز خان مشال راډیو ته وویل، د پاکستان حکومت د غلام خان په ګډون ټولې لارې تړلې دي او له افغانستان سره یې سوداګري درولې ده.

دوی البته زیاته کړه چې د ټرانسپورټرانو او ډرېورانو ستونزې له لوړپوړو چارواکو سره شریکوي.

تر دې یوه ورځ مخکې د خیبر ضلعې سوداګرو، ټرانسپورټرانو او سیاستوالانو هم د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د تورخم په ګډون دې له افغانستان سره ټولې تجارتي لارې بیاپرانیزي.

هغوی د ډېسېمبر پر دویمه په لواړګي (لنډي کوتل) کې په غونډه کې وویل، د پاکستان او طالبانو حکومتي چارواکي دې کښېني، خپل اختلافات دې د خبرو له لارې هوار کړي او د سوداګرۍ پر مخ دې لارې نه تړي.

خو د پاکستان او طالبانو حکومتونو لا د سوداګرۍ بحالولو او لارو پرانیستو په اړه د ټرانسپورټرانو، کاروباریانو او سیاستوالانو مکررو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

د سوداګرۍ او لارو په اړه د طالبانو او پاکستان څرګندونې

د طالبانو حکومت د سوداګرۍ او صنعتي چارو وزير نورالدین عزیزي په وروستیو کې د هند د سفر پر مهال وویل، له کراچۍ بندره یې له نړۍ سره تجارت درېدلی نو ځکه بديلې لارې لټوي.

نوموړي د نومبر پر ۲۴مه په نوي دلي کې د خبرو پر مهال زیاته کړه، اوس افغانان د کراچۍ پر ځای د ایران د چابهار بندر، چې د هند په مرسته جوړ شوی، له لارې له نړۍ سره سوداګري پرمخ بیايي.

تر دې مخکې، د نومبر پر ۱۲ په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم له افغان سوداګرو غوښتنه کړې وه چې د پاکستان پر ځای دې پر "بدیلو لارو" سوداګریزې چارې وسنجوي.

نوموړي په پاکستان کې د تجارتي تړونونو لرونکو افغان کاروباریانو ته درې میاشتې وخت ورکړ چې خپل حسابونه پاک کړي.

داراز، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د نومبر پر ۲۱مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، داسې نه شي کولای چې له افغانستان سره د تجارت جاري ساتلو لپاره دې "په پاکستان کې د خلکو د وژنو د دوام" اجازه ورکړي.

اسلام اباد دعوه کوي چې د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون وسلوالو ډلو ته پټنځایونه ورکړي او هغوی په پاکستان کې حملې کوي.

د طالبانو حکومت په بیا بیا دا تور رد کړی او وايي، د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

داراز، ټي ټي پي هم وايي، وسلوال یې په پاکستان کې دي او بل ځای پټنځای ته اړتیا نه لري.

طالبان پر پاکستان تور پورې کوي چې له هغه ځایه داعش وسلوال افغانستان ته ورځي خو اسلام اباد دا ردوي.

XS
SM
MD
LG