له حکومت او پوځ سره د باړې د ولسي مشرانو خبرې کامیابې شوې دي او په باړه کې د تیرا د پېښې پر ضد روان احتجاج پای ته رسېدلی دی.
د باړې سیاسي اتحاد مشران وايي د خیبر پښتونخوا له حکومتي او پوځي چارواکو سره تر لیدو او د هغوی له خوا د دې ډاډ ترلاسه کولو وروسته چې پوځ به د وسلوالو ضد د عملیاتو پر مهال ولسي خلک نه په نخښه کوي، په باړه کې خپل احتجاج ختموي او په پېښور کې به هم احتجاج نه کوي.
دا احتجاج وروسته له هغې پیل شو چې د تیرا په شډله کلي کې د ځايي خلکو په وینا د سېپټېمبر پر ۲۲مه د پوځ په بمبارۍ کې ۲۳ کسان ووژل شول. هغه مهال د پاکستان پوځ ویلي وو چې بمباري هغوی نه ده کړې او ادعا یې کړې وه چې پر وسلوالو خپل بارود چاودېدلي دي.
د باړې سیاسي اتحاد مشر هاشم خان اپرېدي مشال راډیو ته وویل چې د سېپټېمبر پر ۲۴مه د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر علي امین ګنډه پور په مشرۍ د باړې مشرانو د خیبر پښتونخوا د اېف سي ځواک له مشر مېجر جنرل عمران سرتاج سره ولیدل. د هاشم خان اپرېدي په وینا د اېف سي ځواک مشر د تیرا په پېښه بخښنه وغوښته او وژل شوي کسان یې شهیدان او بې ګناه وبلل.
د باړې سیاسي اتحاد یو بل مشر مفتي محمد کفیل اپرېدي د سېپټېمبر پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل، هغوی په پام کې لري چې په پېښور کې د قول اردو د مشر (کور کمانډر) سره هم وګوري او په روانو پوځي عملیاتو ورسره خبرې وکړې. د نوموړي په وینا د باړې مشران غوښتنه لري چې پوځ دې د هغوی په سیمه کې عملیات ودروي او که عملیات کوي هم نو بیا دې د ولسي خلکو کورونه نه په نخښه کوي.
مشال راډیو د اېف سي ځواک او یا هم د پاکستان د پوځ له غاړې داسې معلومات نه دي ترلاسه ګړي چې ګینې هغوی رښتیا هم منلې ده چې د تیرا بمباري د پاکستان پوځ کړې ده او له خلکو بخښنه غواړي.
د باړې د سیاسي اتحاد یو له مهو شرطونو څخه هم دا وو چې حکومت او پوځ دې خپله غلطي ومني چې ولسي خلک یې په نخښه کړي او بخښنه دې وغواړي.
تر دې وړاندې د سېپټېمبر پر ۲۴مه د خیبر پښتونخوا وزیراعلا علي امین ګنډه پور باړې ته ولاړ او هلته یې د تیرا د وژلو شویو کسانو په فاتحه کې ګډون وکړ. د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر علي امین ګنډه پور پر خپله رسمي فیس بک پاڼه هم د دې خبر پخلی کړی وو.
هاشم خان اپرېدي مشال راډیو ته وویل چې علي امین ګنډه پور په باړه کې د ملک ظاهر شاه اپرېدي په حجره کې د تیرا د پېښې د وژلو شویو کسانو لپاره فاتحه وکړه او د هغوی له خپلوانو سره یې ولیدل.
علي امین ګنډه پور په باړه کې د لاس نیوې پر مهال پر پېښه ژور خپګان ښکاره کړ. د باړې سیاسي اتحاد مشر هاشم خان اپرېدی وايي، ګنډه پور وژل شوي کسان "شهیدان" یاد کړل او "بې ګناه" یې ومنل. د نوموړي په وینا ګنډه پور دا هم وویل چې هغه به د تیرا د وژلو شویو کسانو مقدمه پخپله په مخکې وړي.
د تیرا خلکو تر دې وړاندې د اګست پر ۲۹مه مشال راډیو ته ویلي وو چې د ناامنۍ او پوځي عملیاتو له وېرې ماشومان سکولونو ته نه شي لېږلی.
له خیبره وړاندې په جنوبي او شمالي وزیرستان او نورو قبایلي ضلعو کې هم د تیرا په شان پېښې مخې ته راغلې دي چې پر ضد یې خلکو احتجاج کړی دی او حکومت پرې بخښنه غوښتې ده. خلکو له حکومت او پوځ څخه غوښتنه کړې ده چې د ولسي وګړيو د کورونو له ویشتلو دې لاس واخلي. بلخوا پوځ ويلي چې د وسلوالو پر ضد د عملياتو پر مهال د ولسي وګړيو خونديتوب ته پام کوي.