د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبر مشران: حکومت دې یقیني کړي چې د تيرا د حملې په څېر پېښه به نه تکرارېږي


د پېښې ضد په باړه کې احتجاج شوی وو. پخوانی انځور
د پېښې ضد په باړه کې احتجاج شوی وو. پخوانی انځور

د خیبر سیاسي او ځايي مشرانو ویلي چې باید حکومت او امنیتي ځواکونه دا خبره یقیني کړي چې یو ځلې بیا به د تیرا شډلي کلي په څېر پېښه نه تکرارېږي.

له باړې د صوبايي اسمبلۍ پخواني غړي شفیق اپرېدي د سېپټېمبر پر ۲۷مه مشال رېډیو ته ویلي چې دوی به د تیرا د شډلې کلي د برید په څېر د پېښو د مخنیوې لپاره مهم چلوي.

نوموړي زیاته کړه چې په پېښه کې د وژل شویو کسانو خپلوانو ویلي چې حکومت دې ورته معاوضه نه ورکوي خو یوازې دې دا خبره یقیني کړي چې په راتلونکې کې بیا داسې پېښه نه کېږي.

د تیرا په شډله کلي کې د ځايي خلکو په وینا د سېپټېمبر پر ۲۲مه د پوځ په حمله کې ۲۳ کسان وژل شوي ول. پوځ رسماً څه نه وو ويلي البته د امنیتي ځواکونو د سرچينو لخوا رسنیو ته په استول شوي بیان کې ويل شوي ول چې بريد دوی نه دی کړی بلکې پر وسلوالو خپل بارود چاودېدلي دي.

د تیرا پېښه: د حکومت او مشرانو ترمینځ جرګه ناکامه، خلک وايي احتجاج به کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:17 0:00

تر دې وروسته خلکو په باړه کې د پېښې ضد پرلت پیل کړ او دړکه يې ورکړه چې احتجاج به پېښور ته غځوي. د صوبايي حکومت مذاکراتي ډلې او له پوځي چارواکو سره تر خبرو اترو وروسته د احتجاجیانو غوښتنې ومنل شوې او هغوی احتجاج ختم کړ.

د باړې تحصیل چيرمېن مفتي کفیل اپرېدي د سېپټېمبر پر ۲۷مه مشال رېډیو ته ویلي ول چې پوځي او امنیتي چارواکو ورسره د ملاقات پرمهال دا منلې چې پېښه یوه تېروتنه وه او وژل شوي کسان بې ګناه دي.

مشال راډیو د اېف سي ځواک او یا هم د پاکستان د پوځ له غاړې داسې معلومات نه دي ترلاسه ګړي چې ګینې هغوی رښتیا هم منلې ده چې د تیرا بمباري د پاکستان پوځ کړې ده او له خلکو بخښنه غواړي.

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن په خیبر پښتونخوا کې په امنیتي حالاتو هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې صوبايي حکومت په امنیت ټینګولو کې ناکامه شوی دی.

خبري غونډې ته د کمېشن یوې مشرې منیزې جهانګیر وویل، یو شمېر لادرکه کسان له تېرو څو کلونو راهیسي په حراستي مرکزونو کې پراته دي، دا مرکزونه دې بند او دغه کسان دې عدالتونو ته وړاندې کړل شي.

حکومت د بشري حقونو د خپلواک کمېشن د تازه څرګندونو په اړه لا څه نه دې ويلي خو له دې وړاندې یې څو وارې ویلي چې د وسلوالو خلاف یې عملیات دوام لري.

XS
SM
MD
LG