د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبر کې ډرون برید ۱۱ ولسي وګړي ژوبل کړي دي


د ژغورونکې ادارې يو کارکوونکی په خيبر کې د هاوان مرمۍ په بريد کې د ژوبل ماشوم درملنه کوي ـ انځور له ارشيفه
د ژغورونکې ادارې يو کارکوونکی په خيبر کې د هاوان مرمۍ په بريد کې د ژوبل ماشوم درملنه کوي ـ انځور له ارشيفه

د خیبر اوسېدونکي وايي، په تيرا کې د "پاکستاني پوځ په ډرون برید" کې لږ تر لږه ۱۱ ولسي وګړي ژوبل شوي دي.

په تیرا کې دوو عیني شاهدانو، چې د موضوع حساسیت له وجې یې د نوم نه خپرولو غوښتنه وکړه، د نومبر پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل چې دا برید د نومبر پر ۱۳مه شپې مهال د شلوبر په ډونګه کلي کې شوی دی.

د هغوی په وینا، برید هغه مهال وشو چې د يوې کورنۍ غړي واده ته ورغونډ شوي ول.

هغوی زياته کړه، په پېښه کې ژوبل کسان د پېښور حیات اباد میډیکل کمپلیکس ته لېږدول شوي شوي او هلته یې درملنه روانه ده.

د خیبر انتظامیې او پوځ لا د پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

خو د خيبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د خیبر د استازي عبدالغني اپرېدي مرستيال منشي افتخار اپرېدي د نومبر پر ۱۴مه د پېښې د تایید تر څنګ مشال راډیو ته وویل چې په روغتون کې یې د ژوبلو پوښتنه کړې او هغوی ته یې د هر ډول مرستې ډاډ ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ د خیبر ضلعې په تیرا کې د وسلوالو پرضد عملیات پیل کړي او ولسي وګړو ته یې ویلي چې خپل کلي خالي کړي خو خلکو لا هم کډې نه دي بار کړي.

په وروستيو کې د خيبر په ګډون د خيبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو او قبايلي سيمو کې پر ولسي وګړو او کورونو ډرون بريدونه او د هاوان مرميو (مارټر ګولو) بريدونه زيات شوي چې ځايي خلک یې تور د پاکستان پر پوځ پورې کوي او پکې اکثره ځايي خلکو ته مرګژوبله اوړي.

ځايي خلکو د هغو بريدونو پر ضد په وار وار احتجاجونه کړي دي.

ميرلي کې په ډرون بريد کې د ماشومانو د وژنې خلاف احتجاجونه شوي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:46 0:00

د نومبر پر ۱۱مه د بنو په سردي خېلو سيمه کې په ډرون بريد کې درې کسان وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي ول.

تر هغه وړاندې، د اکتوبر پر ۲۳مه په باجوړ کې پر یو کور د ډرون برید په نتیجه کې څلور کسان ژوبل شوي ول.

پر همهغه ورځ د بر جنوبي وزيرستان په سروکي تحصيل کې پر يو کور د هاون مرمۍ (مارټر ګولې) لګېدو له امله يو کس وژل شوی او درې نور ژوبل شوي ول.

تر هغه يوه ورځ وړاندې، د اکتوبر پر ۲۲مه د بر جنوبي وزيرستان د لده سيمې په بورکی کلي کې په ډرون بريد کې دوه کسان وژل شوي ول.

د سېپټېمبر پر ۱۷مه د جنوبي وزيرستان په اعظم ورسک کې د پاکستان پوځ په ډرون برید کې یوه ښځه او څلور ماشومان ژوبل شوي ول.

تر هغه وړاندې، د اګست پر ۲۵مه د شمالي وزیرستان د میرلي خلکو مشال راډیو ته ویلي ول چې د پوځ په ډرون برید کې یوه ښځه ژوبله شوې او د غېږې ماشوم یې وژل شوی دی.

بلخوا، د اګست پر لومړۍ نېټه د لکي مروت خلکو مشال راډیو ته ویلي ول چې د شپې مهال پر یو کور په ډرون برید کې یو کس وژل شوی او دوه ښځې ژوبلې شوې دي.

هغه مهال هم د سیمې خلکو د پاکستان پر پوځ تور پورې کړی وو چې پر ولسي خلکو ډرون بریدونه کوي او توغندي پرې توغوي خو د پاکستان پوځ د دغو تورونو ځواب نه وو ویلی.

تر هغه مخکې په ميرلي او د جنوبي وزيرستان په بېلابېلو برخو کې هم د پاکستاني پوځ د ډرون او هاوان بریدونو پر ضد احتجاجونه شوي دي.

خلکو له حکومت او پوځ څخه غوښتنه کړې ده چې د ولسي وګړيو د کورونو له ویشتلو دې لاس واخلي.

د خيبر پښتونخوا اعلا وزیر سهېل اپرېدي هم ويلي دي چې د وسلوالو ضد په پوځي عملیاتو کې ولسي خلک ځپل شوي نو ځکه د نورو پوځي عملیاتو ملاتړ نه شي کولای.

بلخوا پوځ هم په وار وار ويلي چې د وسلوالو پر ضد د عملياتو پر مهال د ولسي وګړيو خونديتوب ته پام کوي.

XS
SM
MD
LG