د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور جرګه: د پاکستان او افغانستان واکمنان دې سمدستي ټولې لارې بیاپرانیزي


د پېښور جرګه: د پاکستان او افغانستان واکمنان دې سمدستي ټولې لارې بیاپرانیزي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:48 0:00

د خیبر پښتونخوا سوداګرو او قبایلي مشرانو د پاکستان او طالبانو له حکومتونو غوښتي دي چې خپلې مسلې دې د خبرو له لارې هوارې کړي او له څه باندې یوې میاشتې راهیسې دې تړلې لارې سمدستي بیا پرانیزي. هغوی د نومبر پر ۲۰مه د پېښور په حیات اباد کې جرګه وکړه او و یې ویل چې د لارو بندېدو ورته لوی تاوانونه اړولي دي. په تورخم کې د ګمرکي چارو شخصي ټولنې (کسټم کلېرنګ اېجنټس اسوسيېشن) مشر مجیب شینواري مشال راډیو ته وویل، د سوداګرۍ درېدو له وجې ځینې کاروباریان د دېوالیه کېدو په حال کې دي. د اکتوبر پر ۱۱مه د پاکستان او طالبانو د حکومتي ځواکونو ترمینځ نښتې وشوې. اسلام اباد تر هغې یوه ورځ وروسته د تورخم په ګډون ټولې لارې وتړلې. اوسمهال پر تورخم يوازې له پاکستانه افغان کډوال لېږدول کېږي. د پاکستان او طالبانو حکومتونو لا د پېښور جرګې د غوښتنې په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې د ستونزو د هواري لپاره په دوحې او استنبول کې خبرې کړې وې چې بې نتیجې پای ته ورسېدې. ویډيويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG