د پاکستاني او طالب ځواکونو ترمينځ تر نښتو وروسته تورخم دروازه تړلې پرته ده
د پاکستان او افغان طالبانو د سرحدي ځواکونو ترمينځ د اکتوبر پر ۱۱مه ناوخته تر نښتو وروسته تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره تړل شوې ده. د تورخم انتظامي او ګمرک چارواکي وايي چې د اکتوبر له ۱۲مې پر هغه لاره دوه اړخيز تجارت ځنډول شوی او مساپر تګ راتګ نه شي کولای. په تورخم کې دواړو خواوو ته سلګونه بار وړونکي ګاډي ولاړ دي او ډرېوان يې وايي چې له سختو ستونزو سره مخامخ دي. په تورخم کې د سوداګرو اتحادیې غوښتنه کړې ده چې دواړو هېوادونو حکومتونه دې موجوده کشالې د مذاکراتو له لارې هوارې کړي او تجارتي راکړه ورکړه دې دوامداره وساتي. ويډيو رپورټ