د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر سوداګرو او سیاستوالانو د تورخم په ګډون له افغانستان سره د ټولو لارو بیاپرانیستو غوښتنه کړې


له افغانستان سره د لارو تړلو له وجې په تورخم کې ګڼ مال لېږدوونکي ګاډي ولاړ دي - د اکتوبر ۱۳مې انځور.
له افغانستان سره د لارو تړلو له وجې په تورخم کې ګڼ مال لېږدوونکي ګاډي ولاړ دي - د اکتوبر ۱۳مې انځور.

د خیبر ضلعې سوداګرو، ټرانسپورټرانو او سیاستوالانو د پاکستان له حکومته غوښتي دي چې د تورخم په ګډون دې له افغانستان سره ټولې تجارتي لارې بیاپرانیزي.

هغوی د ډېسېمبر پر دویمه په لواړګي (لنډي کوتل) کې په غونډه کې وویل، د پاکستان او طالبانو حکومتي چارواکي دې کښېني، خپل اختلافات دې د خبرو له لارې هوار کړي او د سوداګرۍ پر مخ دې لارې نه تړي.

سیاستوال او سوداګر شیرین اپرېدي غونډې ته په وینا کې دعوه وکړه چې پاکستان د خپلو سیاسي موخو ترلاسه کولو لپاره له افغانستان سره سوداګري درولې.

ده وویل، په تورخم کې "نه ډز شته، نه جنګ شته، خو ګاډی دی، تېرېږي دې" او چارواکي دې "خپل کسټم (ګمرک) ترې اخلي" او لارې دې خلاصې پرېږدي.

اپرېدي وویل، اصلاً اسلام اباد سوداګري د یوې ریاستي تګلارې په توګه کاروي چې "افغانستان خبرو ته مجبور کړي او یا خپلو ګټو یا هدف ته ځان ورسوي."

د ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمينځ تر نښتو وروسته د همهغې مياشتې له ۱۲مې نېټې راهيسې د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمينځ يوشمېر نورې لارې د تجارت پرمخ وتړل شوې.

له هغه وخت راهیسې یوشمېر حکومت مخالفه ګوندونو، فعالانو، ټرانسپورټرانو او سوداګرو په بیا بیا له پاکستانه غوښتي دي چې له افغانستان سره دې سوداګري بیا پیل کړي.

تر نښتو یوه میاشت وروسته په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له افغان سوداګرو غوښتنه وکړه چې د پاکستان پر ځای دې پر "بدیلو لارو" سوداګریزې چارې وسنجوي.

نوموړي په پاکستان کې د تجارتي تړونونو لرونکو افغان کاروباریانو ته درې میاشتې وخت ورکړ چې خپل حسابونه پاک کړي.

اسلام اباد لا د لواړګي د تازه غونډې د ګډونوالو د غوښتنې په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو د بهرنیو چارو وزیر او د وزیراعظم مرستیال محمد اسحاق ډار د نومبر پر ۲۹مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې د ملګرو ملتونو په غوښتنه افغانستان ته د بشري مرستو رسولو لپاره د لارو پر پرانیستو کار کوي.

تر دې څه باندې یوه اونۍ مخکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د نومبر پر ۲۱مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، داسې نه شي کولای چې له افغانستان سره د تجارت جاري ساتلو لپاره دې "په پاکستان کې د خلکو د وژنو د دوام" اجازه ورکړي.

اسلام اباد دعوه کوي چې د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون وسلوالو ډلو ته پټنځایونه ورکړي او هغوی په پاکستان کې حملې کوي.

د طالبانو حکومت په بیا بیا دا تور رد کړی او وايي، د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

داراز، ټي ټي پي هم وايي، وسلوال یې په پاکستان کې دي او بل ځای پټنځای ته اړتیا نه لري.

طالبان پر پاکستان تور پورې کوي چې له هغه ځایه داعش وسلوال افغانستان ته ورځي خو اسلام اباد دا ردوي.

XS
SM
MD
LG