فرهاد شینواری په خیبر کې د مشال راډیو خبریال دی او د هم هغې سیمې پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو خبریالي کوي.
د خیبر پښتونخوا سوداګرو او قبایلي مشرانو د پاکستان او طالبانو له حکومتونو غوښتي دي چې خپلې مسلې دې د خبرو له لارې هوارې کړي او له څه باندې یوې میاشتې راهیسې تړلې لارې دې سمدستي بیا پرانیزي. هغوی د نومبر پر ۲۰مه د پېښور په حیات اباد کې جرګه وکړه. ویډيويي رپورټ.
د پاکستانیو او پر افغانستان د واکمنو طالبانو د ځواکونو ترمینځ د اکتوبر پر ۱۱مه له نښتو راهیسې د دواړو هېوادونو ترمینځ د تورخم په ګډون ټولې لارې تړلې پرتې دي. پر تورخم يوازې له پاکستانه افغانستان ته ستنېدونکو افغان کډوالو ته د اوښتو اجازه ده. ویډيويي رپورټ.
محمد سهیل اپرېدي دا څرګندونې د نومبر په ۱۴مه ناوخته د پېښور په حیات اباد میډیکل کمپلېکس کې د هغو ژوبلو تنانو د پوښتنې او ډاډګېرې پر مهال کړې دي چې د نومبر پر ۱۳مه د شلوبر په ډونګه کلي کې په یو ډرون برید کې ژوبل شوي وو.
په وروستيو کې د خيبر په ګډون د خيبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو او قبايلي سيمو کې پر ولسي وګړو او کورونو ډرون بريدونه او د هاوان مرميو (مارټر ګولو) بريدونه زيات شوي چې ځايي خلک یې تور د پاکستان پر پوځ پورې کوي او پکې اکثره ځايي خلکو ته مرګژوبله اوړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې يو مشر غړي ډاکټر مخلص د نومبر پر ۱۲مه مشال راډيو ته وويل چې د لارو بندېدو له امله د دواړو هېوادونو سوداګرو ته په مېليونونو ډالرو زیان اوښتی دی.
لا هم تړلی دی او ورسره عامو خلکو ته هم د تګ راتګ اجازه نشته. د تجارتي مال وړونکو ټرکونو چلوونکي وايي چې دوی ته دې هم د تګ اجازه ورکړل شي. د مشال راډیو خبریال فرهاد شنواری ورسر غږېدلی دی.
شاوخوا ۲۰ ورځې وروسته د تورخم لاره له پاکستانه افغانستان ته د ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره خلاصه کړل شوې ده.
د خيبر سیاسي مشران او ولسي استازي وايي چې پوځ له دوی سره پر کړيو ژمنو عمل نه کوي او اوس هم د عملياتو پر وخت عام ولس په نخښه کوي. دوی زياته کړې چې نور به داسې عملیات و نه زغمي چې عام ولس ته پکې ځاني او مالي زیانونه اوړي.
د پاکستان او افغان طالبانو د سرحدي ځواکونو ترمينځ د اکتوبر پر ۱۱مه ناوخته تر نښتو وروسته تورخم دروازه لا هم د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې پرته ده. د تورخم انتظامي او ګمرک چارواکي وايي چې د اکتوبر له ۱۲مې پر هغه لاره دوه اړخيز تجارت ځنډول شوی او مساپر تګ راتګ نه شي کولای.
د پاکستان او افغان طالبانو د سرحدي ځواکونو ترمينځ د اکتوبر پر ۱۱مه ناوخته تر نښتو وروسته تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره تړل شوې ده. د تورخم انتظامي او ګمرک چارواکي وايي چې د اکتوبر له ۱۲مې پر هغه لاره دوه اړخيز تجارت ځنډول شوی او مساپر تګ راتګ نه شي کولای.
له باړې د صوبايي اسمبلۍ پخواني غړي شفیق اپرېدي د سېپټېمبر پر ۲۷مه مشال رېډیو ته ویلي چې دوی به د تیرا د شډلې کلي د برید په څېر د پېښو د مخنیوې لپاره مهم چلوي.
دا احتجاج وروسته له هغې پیل شو چې د تیرا په شډله کلي کې د ځايي خلکو په وینا د سېپټېمبر پر ۲۲مه د پوځ په بمبارۍ کې ۲۳ کسان ووژل شول. هغه مهال د پاکستان پوځ ویلي وو چې بمباري هغوی نه ده کړې او ادعا یې کړې وه چې پر وسلوالو خپل بارود چاودېدلي دي.
د باړې سیاسي اتحاد مشر هاشم خان اپرېدی وايي، ګنډه پور وژل شوي کسان شهیدان یاد کړل او بې ګناه یې ومنل. د نوموړي په وینا ګنډه پور دا هم وویل چې هغه به د تیرا د وژلو شویو کسانو مقدمه پخپله په مخکې وړي.
د باړه سیاسي جرګې او حکومت ترمینځ جرګه په ناکامۍ پای ته ورسېده. دا جرګه د سېپټېمبر پر ۲۳مه د باړې تحصیل په ودانۍ کې وشوه.
د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړی او د پاکستان تحریک انصاف ګوند یو مخکښ عبدالغني وايي د تیرا هغې سیمې ته ورغلی وو چې د پاکستان پوځ پرې بمباري کړې ده.
نوموړي د سېپټېمبر پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل چې په دې اړه د سیاسي او ولسي مشرانو ترمینځ سلامشورې روانې دي. بلخوا د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر علي امین ګنډه پور په برید کې د وژل شوي هر تن په سر د یو کروړ روپو ورکولو اعلان کړی دی.
خو د پاکستان امنیتي ځواکونه وايي چې په یاده سيمه کې يې هېڅ بمباري نه ده کړې.
د خیبر د تیرا د برقمبر خېل سیمې یو مشر ملک کمال الدین اپرېدي د سېپټېمبر پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه یوه ورځ وړاندې په حیدر کنډو کلي کې شوې ده.
نور وښیئ