طاهر خان په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان او افغانستان پر سیاسي او امنیتي چارو رپورټونه جوړوي.
د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې په بمبارۍ کې د یو کور ۱۸ تنه وژل شوي او پینځه ژوبل دي. اژانس وايي، د بهسودو په ګردي کڅ کې خلکو د فبرورۍ پر ۲۲مه د وژل شویو جنازې وکړې او خاورو ته یې وسپارل.
اصف حسن وویل چې وسلوالو بارودي مواد د تاڼې مخې ته په یو موټرسایکل کې ایښي وو او بیا یې د ریموټ کنټرول په وسیله چاودنه کړې ده.
د جماعت اسلامي پخوانی مشر سراج الحق وايي، د پاکستان او افغانستان ترمینځ د سوداګرۍ بندېدو ولسونو ته لوی زیان رسولی دی نو ځکه د لارو ژر بیاپرانیستو هڅې اړینې دي. نوموړي د فبرورۍ پر ۱۵مه له مشال راډيو سره په مرکه کې وویل چې په وروستیو کې کابل ته تللی وو او هلته یې د طالبانو له یوشمېر وزیرانو او چارواکو
د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر سهېل اپرېدی وايي، د راولپېنډۍ اډیالې زندان چارواکو تېره میاشت د تحریک انصاف بنسټګر او پخوانی وزیراعظم عمران خان تر هغې وروسته روغتون ته ولېږداوه چې د هغه د سترګو دید خورا کم شو. د اډیالې زندان انتظامیې لا د اپرېدي د دې تور په غبرګون کې څه نه دي ویلي. د ځواب لپاره ویډیو وګورئ
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د فبرورۍ پر پینځمه پر ووبپاڼه په بیان کې ویلي دي چې امنیتي سرتېرو د جنورۍ له ۲۹مې راهیسې د صوبې په بېلابېلو برخو کې د "ردالفتنه-۱" په نوم عملیات پیل کړي ول چې اوس پای ته رسېدلي دي.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) ویاند وايي، له اسلام اباد سره یې د هغو افغانانو په اړه خبرې روانې دي چې له ۲۰۲۱ز کال راهیسې هغه هېواد ته تللي ول. ده وویل، که پاکستان هغه افغانان په زور ولېږدوي نو ژوند یې له خطر سره مخامخېدای شي. بشپړه مرکه وګورئ.
شنونکي او پاکستاني پوځ له پخواني پوځي چارواکي برېګيډېر ريټايرډ سید نذیر سره په دې اړه مرکه کړې چې بلوڅ بېلتون غوښتونکي منظم شوي او قوي شوي دي او که نه د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارو هغوی کمزوري کي دي؟ له سید نذیر سره بشپړه ويډيويي مرکه وګورئ.
د بلوچستان اعلاوزیر دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې دي چې پوځ په یو بیان کې دعوه وکړه چې د جنورۍ پر ۳۱مه یې د بلوچستان د مرکز کوټې په ګډون د صوبې په مختلفو برخو کې تر بریدونو وروسته په ځوابي کارروایۍ کې "۹۲" مشکوک وسلوال وژلي دي.
د پاکستان د قامي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو وايي، په کنګل ژمي کې د خيبر له تيرا څخه خلک کډو کولو ته مجبورول په ولس کې ناهیلې خپروي.
په اسلام اباد کې د ستراتيژیکو مطالعاتو په مرکز کې د کتابتون مشر سید عابد حسین وايي، یو مهال به کتابتونونو ته ډېری خلک ورتلل خو اوس د خلکو پاملرنه کمه شوې ده.
په اسلام اباد کې د ستراتيژیکو مطالعاتو په حکومتي اداره کې د افغانستان، منځني ختیځ او افریقا د څانګې مشره ډاکټر امنه خان وايي چې پاکستان د افغان طالبانو د ملاتړ په تور ۲۰ کاله بدنامي يووړه.
د بلوچستان د سوداګرۍ خونې يا چيمبر اف کامرس مشران اسلام اباد ته تللي دي. دوی له حکومتي چارواکو سره په ملاقاتونو کې ويلي چې که له افغانستان سره د چمن – سپين بولدک، تورخم او نورې لارې خلاصې نه شي نو د سوداګرو روان د ميليونونو ډالرو نقصان به لا ډېر شي.
ای اېس پي ار کاږي، پوځي عدالت قضیه له "ټولو قانوني احکاماتو سره سمه" پر مخ لېږدولې، جنرال حمید ته یې "د مدافع ډلې په ګډون ټول قانوني حقونه" ورکړي ول او "مجرم د پرېکړې پرضد د درخواست ورکولو حق" لري.
په کابل کې دیني عالمانو په خپل پینځه نکاتي یا ماده يي پرېکړه لیک کې ویلي چې که پر افغانستان بهرنی "تجاوز" او پر "حریم" یې "تېری" کېږي نو د هېواد د "نظام، خاورې او ارښتونو دفاع فرض عین" دی او دا ډول دفاع "مقدس جهاد بلل کېږي."
د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي د ډېسېمبر پر پینځمه په اسلام اباد کې اوونیزې خبري غونډې ته د وینا پر مهال تور پورې کړ چې "ستونزه یوازې د پاکستاني يا افغان طالبانو نه ده بلکې عام افغان وګړي هم په پاکستان کې په جدي جرمونو کې ښکېل دي."
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د نومبر پر نهمه په استنبول کې له طالب استازو سره د مذاکراتو په اړه په یو اوږد بیان کې د طالبانو حکومت د هغو خبرو په ناکامولو ملامت کړی او ورباندې یې د "ترهګرۍ" پر وړاندې د مبارزې مسلې ته د پام نه کولو او د خپلو نړیوالو ژمنتیاوو نه پوره کولو تورونه هم پورې کړي دي.
سرچینې وايي، قطري او ترکیو مینځګړو پاکستاني او طالب پلاوي ته د احتمالي هوکړې یوه داسې مسوده ورکړه چې پکې د هغو موضوعاتو د حل لپاره وړاندیزونه شوي دي چې په دویم پړاو کې ورباندې اختلافات ول.
د تېر په څېر دا ځل هم د دواړو لوریو ترمینځ خبرې د ترکیې او قطر په مینځګړتوب کېږي. د پاکستان او طالبانو استازو د دواړو هېوادونو ترمينځ د اوربند پر غځولو او د نومبر پر شپږمه يو ځل بيا د مذاکراتو کولو هوکړه کړې وه.
په پېښور کې د طالبانو د حکومت قونسل جنرل محب الله شاکر وايي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزې بې ساري دي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د پاکستان د ايين ساتنې غورځنګ په نامه د حکومت مخالفه سياسي اتحاد مشر محمود خان اڅکزي ويلي دي چې افغانستان هيڅکله له پاکستان سره د جګړې خواهش نه دی څرګند کړی.
نور وښیئ