اڅکزی: افغانستان هيڅکله له پاکستان سره د جګړې خواهش نه دی څرګند کړی
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د پاکستان د ايين ساتنې غورځنګ په نامه د حکومت مخالفه سياسي اتحاد مشر محمود خان اڅکزي ويلي دي چې افغانستان هيڅکله له پاکستان سره د جګړې خواهش نه دی څرګند کړی. نوموړي د اکتوبر پر ۲۸مه مشال راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې افغانان په چا پسې نه دي ورغلي خو پاکستان دا کار کړی دی. اڅکزي زياته کړه چې افغانانو په ژوند غلامي نه ده ليدلې او "يارانو" بيا ازادي نه ده ليدلې، چې د ده په وينا د همدې له امله دواړه لوري "په خبره نه سره پوهېږي." په پاکستان کې زياتره وخت د "يارانو" غوندې ځينې نور اصطلاحات د پاکستان پوځي اسټېبليشمېنټ او استخباراتي ادارو ته کارول کېږي. نوموړي وويل، "دا لېونتوب دی او داسې په ټوله نړۍ کې نه دي شوي چې مذاکرات روان وي او ته وار دمخه لا ووايې چې که دا ناکام شول نو زه حمله کوم." د نوموړي اشاره د پاکستان د دفاع وزير خواجه محمد اصف هغو څرګندونو ته وه چې هغه د اکتوبر پر ۲۵مه له افغان طالبانو سره د دويم دور د مذاکراتو پر لومړۍ ورځ ويلي وو چې که ستونزې د خبرو له لارې نه هوارېږي نو له افغانستان سره "زموږ ښکاره جګړه ده." بشپړ مرکه