د لاسرسي ځای

تازه خبر

صاحبزاده هارون رشید: پوځ او وسلوالو د دایمي امن لپاره باجوړ جرګې ته واک ور نه کړ


صاحبزاده هارون رشید: پوځ او وسلوالو د دایمي امن لپاره باجوړ جرګې ته واک ور نه کړ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:18:02 0:00

د باجوړ جرګې مشر صاحبزاده هارون رشید وايي، د روانې میاشت په پیل کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، امنیتي ځواکونو او حکومت ترمینځ جرګې په موقتي ډول کامیابي ترلاسه کړه او په نتیجه کې یې د لنډمهالي اوربند پر وخت له لوی ماموندو زرګونه کورنۍ خوندي ځایونو ته ولاړلې، خو پوځ او وسلوالو د دایمي سولې لپاره جرګې ته واک ور نه کړ. نوموړي د اګست پر ۲۱مه په یوه ځانګړې مرکه کې مشال راډیو ته وویل، کله چې د باجوړ جرګې غړي ټي ټي پي ته ورغلل نو هغوی د سولې لپاره په قبایلي ضلعو کې د شریعت د نفاذ غوښتنه کوله. رشید وايي، پوځ داراز د هغه سړک د پرانیستو غوښتنه کوله چې د ټي ټي پي وسلوالو په کنټرول کې دی او پکې ماینونه ښخ دي. دی وايي، وسلوالو د جرګې دا غوښتنه هم و نه منله چې افغانستان ته دې ولاړ شي او ورته یې وویل چې باجوړ یې خپله سیمه ده، ولې یې پرېږدي؟ دا په داسې حال کې ده چې د جولای له ۲۹مې راهیسې د باجوړ په لوی ماموندو کې د وسلوالو پرضد پوځي عملیات روان دي چې له وجې یې تر ۱۰۰،۰۰۰ زیات کسان بې کوره شوي دي. له هارون رشید سره بشپړه مرکه وګورئ.

XS
SM
MD
LG