په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د مخالفینو غونډه د سېپتېمبر پر ۲۹مه په اسلام اباد کې پیل شوې ده.
د شاوخوا ۳۶ سیاسي، مدني او جهادي شخصیتونو دغه غونډه چې پخوا ځنډیدلې وه، دوه ورځې به دوام لري. غونډې ته وربلل شویو ځینې کسانو د نومونو نه ښوولو په شرط مشال رېډیو ته ويلي چې دغه ناستې په اسلام اباد کې د جنوبي اسیا د ستراتیژیک ثبات انستیتیوت (SASSI) لخوا جوړه شوې ده.
د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د پارلېمان غړې فوزیه کیفي نن (سېپټېمبر ۲۹مه) پر خپله اېکس پاڼه ليکلی چې خوشاله ده چې د افغانستان د راتلونکې په اړه د وومن فار افغانستان او ساسي ((SASSI) په اشتراک په اسلام اباد کې جوړې شوې په لومړۍ سیمه ييزه مباحثه کې ګډون کوي.
هغې زیاته کړې چې په دې دوه ورځنۍ ناستې کې د افغانستان له مختلفو ډلو سره تړاو لرونکي سړي او ښځې ګډون لري چې د خپل هېواد د راتلونکې په اړه خبرې وکړي.
نوموړې ويلي چې د افغانستان وضعیت په تېره بیا د ښځو لپاره د زغم وړ نه دی. فوزیه کيفې د پاکستان رول مهم بللی دی او زیاه کړې يې ده چې په افغانستان کې يوازې د خلکو په خوښه او ایین ولاړ ټولشموله حکومت سيمې ته تلپاتې سوله، امنیت او ثبات راوړای شي.
تراوسه پورې غونډه کې د ګډون کوونکو افغان سیاستوالو نومونه هم نه دې اعلان شوي دي، خو مخکې داسې ویل شوي ول چې د ښځو یوشمېر فعالانو، د ملي مقاومت په نوم جبهې مشرتابه او یوشمېر نور پخواني جهادي مشران وربلل شوي دي.
تر دې وړاندې به دا غونډه د اګست پر ۲۵مه او ۲۶مه جوړېده، خو هغه مهال د جنوبي اسیا د څيړنو دغه انستیتیوت وویل چې غونډه د ښه نظم او ترتیب له وجې ځنډوي.
هغه مهال د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان ویلي ول چې یوشمیر ټولنیزو رسنیو دا غونډه لویه ښکاره کړې ده خو په حقیقت کې د پاکستان حکومت د دې غونډې رسمي کوربه نه دی او په جوړیدو کې يې هیڅ ډول رول نه لري.
هغه مهال د افغان طالبانو د حکومت ۳۶ مخالفې سیاسي څیرې، مدني فعالان، د افغانستان د ژغورنې د مقاومت د عالي شورا غړي، همداراز د سولې او عدالت د ملي حرکت یوشمیر استازي غونډې ته بلل شوي ول.
د دې غونډې تنظیموونکو ویلي دي چې دوی به په دې دوه ورځنۍ غونډه کې په افغانستان کې د بشري حقونو، د ښځو د حقونو او یوشمیر سیاسي موضوعاتو په اړه بحث وکړي.