د لاسرسي ځای

تازه خبر

استنبول کې د پاکستان او د طالبانو حکومتي پلاویو ترمینځ خبرې دوام لري


دا د استنبول ښار د یوې برخې انځور دی چې له ارشیفه اخیستل شوی دی.
دا د استنبول ښار د یوې برخې انځور دی چې له ارشیفه اخیستل شوی دی.

د پاکستان او پر افغانستان د واکمنو طالبانو استازو د ترکیې په استنبول ښار کې د خبرو اترو درېيم پړاو ته دوام ورکړی دی.

د مذاکراتو له بهیره باخبره دوو باوري سرچینو، چې نه یې غوښتل نومونه یې یاد شي، د نومبر پر اوومه مشال راډیو ته وویل، د نومبر پر شپږمه د لومړۍ ورځې خبرې "مثبتې" وې.

دوی وايي، قطري او ترکیو مینځګړو پاکستاني او طالب پلاوي ته د احتمالي هوکړې یوه داسې مسوده ورکړه چې پکې د هغو موضوعاتو د حل لپاره وړاندیزونه شوي دي چې په دویم پړاو کې ورباندې اختلافات ول.

سرچینو په دې اړه له نورو معلوماتو ورکولو ډډه وکړه خو په تېر پړاو کې اسلام اباد له طالبانو غوښتي ول چې دا ضمانت دې ورکړي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون به هېڅ وسلواله ډله په پاکستان کې حملې نه کوي.

د طالبانو حکومت په بیا بیا وايي چې د افغانستان پر خاوره یې هېڅ وسلوالې ډلې ته پټنځای نه دی ورکړی، هېچا ته پر ګاونډیو هېوادونو د حملو اجازه نه ورکوي او دا چې ټي ټي پي د اسلام اباد کورنۍ موضوع ده چې باید یې خپله هواره کړي.

اخوا تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي‌ پي) او نورې ډلې هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او بل ځای پټنځایونو ته اړتیا نه لري.

له دې پرته د طالبانو حکومت اسلام اباد تورن کړی وو چې د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې ته یې پټنځایونه ورکړي چې په افغانستان کې بریدونه وکړي. پاکستان دا تور بې بنسټه بللی وو.

په استنبول کې سرچینو بې له جزییاتو ورکولو مشال راډیو ته وویل، پاکستان او د طالبانو پلاوي په مسوده کې ځینې نکات ورزیات کړي دي او پکې یې "سختو او لانجمنو" موضوعاتو ته یوه "عمومي بڼه" ورکړې ده چې خبرې پر مخ ولاړې شي.

دوی داراز وویل چې د نومبر شپږمې په خبرو کې د کندهار پر سپین بولدک د ډزو موضوع هم یاده شوه او د دواړو خواوې پر دې سلا شوې چې دا پېښه "د ناسم پوهاوي (غلط فهمۍ)" له کبله شوې ده.

دوی زیاته کړه چې د ډزو پېښې د خبرو پر جریان هېڅ اغېز نه دی کړی.

د طالبانو حکومت وايي، د هغوی د استخباراتو ريیس عبدالحق وثیق یې په استنبول کې د پلاوي مشري کوي.

داراز، د پاکستان د استخباراتي ادارې ای اېس ای مشر جنرال محمد عاصم ملک او نور لوړپوړي ملکي او پوځي چارواکي په خبرو کې د خپل هېواد استازیتوب کوي.

دا مذاکرات تر هغې وروسته کېږي چې تېر ځل د پاکستان او طالبانو استازو د اوربند پر غځولو او د نومبر پر شپږمه د خبرو هوکړه کړې وه.

دواړو خواوو د اوربند د موافقې په تړاو د اکتوبر پر ۲۵مه په استنبول کې دويمه ناسته پيل کړه چې د اکتوبر پر ۳۰مه پای ته ورسېده.

تر هغه وړاندې، د دواړو هېوادونو د دفاع وزیرانو د اکتوبر پر ۱۸مه په دوحه کې سره کتلي ول او د اوربند پر هوکړې سربېره يې د نورو خبرو پرېکړه کړې وه.

د اکتوبر پر ۳۰مه د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې ويلي ول چې د مذاکراتو په پای کې ټولو خواوو د اوربند پر دوام هوکړه کړې ده او د پلي کولو پر لارو چارو یې د نومبر پر شپږمه په استنبول کې په بله ناسته کې بحث او پرېکړه کېږي.

تر هغه وړاندې د اکتوبر پر ۲۸مه په تهران کې د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي د طالبانو د کورنيو چارو له مرستيال وزير ملا محمد ابراهيم صدر سره د ليدنې پر مهال ويلي ول چې ستونزې به د خبرو اترو له لارې هوارې کړي.

اڅکزی: افغانستان هيڅکله له پاکستان سره د جګړې خواهش نه دی څرګند کړی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:36:05 0:00

بريدونه، جګړه او اوربند

د دواړو هېوادونو ترمينځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې او اوربند مذاکرات تر هغه يوه ورځ وروسته پیل شول کله چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر انتظام لاندې ملي راډيو ټېلېويژن له راپور سره سم د اکتوبر پر ۱۷مه ماښام مهال د پکتيکا په ارګون او برمل کې د پاکستان په هوايي بريدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ کسان ووژل شول او ۱۳ نور ژوبل شول.

تر بريدونو وروسته د افغانستان کرکټ بورډ پر ټولنيزو رسنيو په خپاره کړي بيان کې وويل چې په اورګون کې د پاکستان په هوايي بريدونو کې د دغه هېواد د کرکټ درې ځوان لوبغاړي هم وژل شوي دي.

د دواړو هېوادونو تر مينځ تاوتريخوالی او جګړه تر هغه وروسته پیل شوه چې د اکتوبر پر نهمه ماخوستن مهال پاکستان پر کابل او پکتيکا هوايي بريدونه وکړل.

یوشمېر پاکستانيو رسنیو ویلي ول چې په بريد کې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټی پي) وسلوالې ډلې د مشر نور ولي مسید ګاډی په نخښه شوی، او په وينا يې له هغه سره دوه نور مهم ملګري قاري سيف الله مسود او خالد مسود يو ځای ول.

وروسته د ټي ټي پي يوې سرچينې مشال راډیو ته وويل چې د کابل په بريد کې يې دوه مهم غړي وژل شوي، خو نومونه يې په ډاګه نه کړل.

سرچينې البته زیاته کړې وه چې په بريد کې نور ولي مسید ته زيان نه وو اوښتی او هغه ژوندی دی.

د طالبانو دفاع وزارت د اکتوبر پر ۱۰مه پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې پر افغانستان بريدونه "له تشدده ډک او کرغېړن اقدام" بللی وو او زياته کړې يې وه چې تر دې بريدونو وروسته به د هر ډول "تاوتريخوالي مسول" پاکستان وي.

تر هغه وروسته لومړی د اکتوبر پر ۱۱مه او ۱۲مه او وروسته د اکتوبر پر ۱۴مه او ۱۵مه د پاکستانيو سرتېرو او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي ځواکونو ترمينځ جګړې وشوې چې دواړو خواوو ته يې مرګژوبله واړوله.

د اکتوبر پر ۱۵مه ماښام شپږ بجې د افغان طالبانو حکومت او پاکستان ترمينځ ۴۸ ساعته اوربند وشو، او وروسته پرېکړه شوه چې دا اوربند به په قطر کې د سولې تر مذاکراتو پورې پر ځای وي.

XS
SM
MD
LG