د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان کډوالو مشر: پاکستان دې افغانانو ته د خپلو مالونو او ګاډو د لېږد اجازه ورکړي


د افغان کډوالو مشر: پاکستان دې افغانانو ته د خپلو مالونو او ګاډو د لېږد اجازه ورکړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:15:08 0:00

د پنجاب د میاوالۍ په کوټ چاندنا کیمپ کې د افغان کډوالو یو مشر قدا علي خان ځدراڼ وايي، د پاکستان حکومت، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) او په اسلام اباد کې یې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت ته "منت زارۍ" وکړې چې د افغانانو د مهاجرت کارډونو (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) موده دې وغځوي خو هلو ځلو یې نتیجه ور نه کړه. نوموړي د اګست پر ۲۶مه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، د پاکستان حکومت ورته سپینه کړې چې د سېپټېمبر له لومړۍ څخه د پي او ار کارډ لرونکو جبري اخراج پیلوي. دی وايي، اوس یې غوښتنه دا ده چې پاکستان دې د تورخم او چمن تر څنګ په نورو لارو هم افغانانو ته د ستنېدو او د خپلو ټولو مالونو او لاریو (ټرکونو) د لېږد اجازه ورکړي. پاکستان د اګست په پیل کې د یو اېن اېچ سي ار د مهاجرت کارډ لرونکو ته د میاشتې تر پای پورې د هېواد پرېښودو سپارښتنه وکړه. یو اېن اېچ سي ار وايي، په پاکستان کې څه باندې ۱،۳۰۰،۰۰۰ افغانان پي او ار کارډونه لري. پاکستان وايي، د پي او ار کارډونو موده د جون میاشتې په پای کې پای ته رسېدلې ده. اسلام اباد د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو سازمانونو پر انتقادونو سربېره وايي، د ټولو افغانانو ایستلو ته ژمن دی او دا کار د خپل ملي امنیت په ګټه بولي. له قدا علي خان ځدراڼ سره بشپړه ویډیويي مرکه وګورئ.

XS
SM
MD
LG